شعـــــرونه

انتظار/ سيد عبيدالله نادر

سید عبیدالله نادر

تناب د زړه هم په شـــلیدو شو ته به کله راځې
انتـــــظار لمر په ډوبید شــــو  ته به کله راځې

له لالـــــهانده ژونده سا شوله تر ستوني سپره
فروغ د ژوند په ختـــمیدو شو ته به کله راځې

نا امیدي غوغــا شوه ګډه په کوڅـو د زړونو
د امیـد غر په ویلیدو شــو ته به کله راځې

په وطــــــــنپالو با احســـاسو زړونو اور بلیږي
فرزانه ګان په سره لمـــبو شو ته به کله راځې

قطرې د او ښــکو د هر چا دي په بڼو ولاړې
هره قطره په غورځـــیدو شــو ته به کله راځې

د انتظار سترګې مـو ځیر دي ستاراتلو ته په لار
د ستر ګو نور په ورکیدو شـــو ته به کله راځې

په غمو شین زړګی کوو به مونږه سـتا انتظار
زړه د هر چا په خوړنیدو شو ته به کله راځې

پردي وطن مونږ له غمه کړو د مرګ انتظار
د مسافر مرګ په راتلــــو شو ته به کله راځې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x