شعـــــرونه

ستړی ژوند/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

د سپینې واورې غوندي ویلي شوم نیمګړی ژونده
اخ څومره ستړی دې کړم ستړی څومره ستړی ژونده

عظیمه خدایه ازادي راباندي ولوروه
یو څو زلمیو بس همدې تکل کې کړی ژونده

د هجر داغ ته دې ډیوې د اوښکو بلې کړم زه
لکه وجود نه مې چې روح وي تا پرې کړی ژونده

سترلایزال څښتنه ستاڅه مغفرت غواړمه
سر په سجده درته زه ږدم  چي تا راکړی ژونده

هره شپه نوي نوي زیري د مرګي راکوي
تناب د عمر مې ختمیږې لکه مړی ژونده

عشقه ټالونه د ښکلا راباندې وغوړوه
هر یو ارمان مې د طالب رنګه وګړی ژونده

زما د مینې دا ماشومه دنیا مه ړنګوه
تپاند زُهاد یم خپل قسمت درته راوړی ژونده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x