افغانستان

کرونا د يو افغان ډاکټر ژوند هم واخيست

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): په سيمه او نړۍ خپره شوې ناروغي «کرونا» چې پيل يې له چين څخه شوی دی اوس يې نږدې ټوله نړۍ نيولې ده چې افغانستان کې هم تر درې سوو زيات کسان په دې ناروغۍ اخته دي چې نن له همدې ناروغۍ څخه يو افغان ډاکټر هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

راپورونه وايي چې د ډاکټر حنيف الله په نامه يو تن ډاکټر چې د فاميلي طب متخصص و د کرونا معاينات يې مثبت ښودل شوي وو او د څو ورځو ناروغۍ له امله يې نن سهار خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ډاکټر حنيف الله د افغانستان د فاميلي طب د ټولنې غړی و او افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له خپريدو سره له کرونا سره د مبارزې د ملي اتحاديې غړی هم ټاکل شوی و.

له کرونا سره د مبارزې د ملي اتحاديې اجراييه رييس ډاکټر خالد راشد هم په يو پيغام کې د نوموړي په مړينه خواشيني ښودلې او له حکومت څخه يې غوښتی چې نوموړي ډاکټر ته ټول هغه اعزازي مډالونه ورکړی چې د کرونا سره د مبارزې په ترڅ کې وژل شويو طبي پرسونل ته منظور شوی دي.

ډاکټر خالد ويلي دي چې حکومت بايد د ډاکټر حنيف د کورنۍ کفالت او سرپرستي هم وکړي.

که څه هم په افغانستان کې د سيمې د نورو هيوادونو په نسبت د کرونا مثبتې پيښې کمې دي خو بيا هم حکومت په دې نه دی توانېدلی چې په دې ناروغۍ اخته کسانو ته اړوند روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x