روغتیا

کرونا: د اټکلي احصائیو له مخې، ۱۶ اپریل به د امریکا لپاره توره ورځ وي

د یادو اټکلي احصائیو له مخې به کرونا وبا په لومړۍ مرحله کې امریکا کې نږدې ۱۰۰زره کسان ووژني.

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): د واشنګټن پوهنتون د طب پوهنځي د روغتیا د اندازې ارزونې انسټیټیوټ لخوا وړاندوینه شوې چې متحده ايالات به د روانې اپريل میاشتې په ۱۶مه نېټه پر کرونا ويروس اخته کسانو د مرګ شمېره تر ټولو لوړه وي.

د ياد انسټیټیوټ په وينا، تمه کیږي د اګست مياشتې تر څلورمې نېټې پورې به په متحده ايالاتو کې د  کرونا ويروس له امله  د وژل شویو کسان شمېر «۹۳۵۳۱» ته لوړ شي.

تمه کيږي چې د روانې مياشتې ۱۶ اپريل به  د نورو ورځو په نسبت زياته خونړۍ ورځ وي چې دغه هېواد کې به ۲۶۴۴ کسان د کرونا وایرس قرباني کیږي.

ياد انسټیټیوټ يو جدول خپور کړی چې په کې د کرونا وایرس د مړينو اټکلي شمير له زياتې اندازې څخه تر ټيټې کچې ښودل شوی دی.

۱۳- اپريل د مړو شمير ۲۵۶۳

۱۴- اپريل د مړو شمير ۲۶۱۰

۱۵- اپريل د مړو شمير ۲۶۳۷

۱۶- اپريل د مړو شمير ۲۶۴۴

۱۷- اپريل د مړو شمير۲۶۳۴

۱۸- اپريل د مړو شمير ۲۶۰۷

۲۷- اپريل د مړو شمير ۱۹۵۱

۱- می دمړو شمير ۱۶۱۴

۱۲- می د مړو شمير ۹۰۸

۲۴- می د مړو شمير ۴۱۴

۱- جون د مړو شمېر ۱۷

۸- جون د مړو شمېر ۸

د جون  په ۱۶مه نېټه به د کرونا له امله د مړینو د شمېر کچه صفر ته راټيټه شي.

وړاندوينه شوې چې د روانې مياشتې په لسمه نيټه به په نيو يارک ايالت کې د  کرونا له امله ۸۵۵ کسان مړه شي، چې په دې سره به یاد ايالت د ۱۱ زره کسانو لپاره د ځای کمښت سربيره ۹۴۲۷ (وينټيلټرو)  تنفسي آلاتو  کمښت سره مخ شي.

تمه ښودل شوې چې ددې مياشتې په ۱۶مه نيټه به متحده ايالتونه د ۸۷۶۲۴ بستريز روغتون کمښت سربيره د معاینې د پاملرنې ښوونو کې به ۱۹۸۶۳ کمښت او د تنفس ورکوونکې الو د ۳۱۷۸۲ په اندازه کمښت سره مخ شي.

د ياد انسټیټیوټ په وينا د راتلونکې جون څخه د ټولنيز حرکت بنديز به ددې وایرس په کمېدو کې مرسته وکړي تر څو د اګست مياشتې تر ۴مې نيټې به اوله مرحله پای ته ورسيږي.

په دوهم پړاو کې به ددې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره به ځانګړي کارونه په کار اچول کيږی چې په دې سره به  د اخته کسانو تشخيص او هغوی په ځانګړي ځای کې ساتل او تداوي کیږي.

کرونا وایرس تر دې دمه په یوه ورځ زیاته وژنه په امریکا کې کړې، چې یوازې په ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۴۸۰ کسان مړه کړي دي.

د يادونې وړ ده چې ياد شوې شمیرې راپور تر دې پورې محدود نه دی بلکې د شمیرې نور مرکزونه هم شتون لري چې خپل ځانګړي ارقام وړاندې کوي.

بايد وويل شي چې ياده شوې احصائیه د روغتيا وزارت سره په ګډه ددې په خاطر شوې چې مرکزي حکومت یې پر وړاندې لازم تدابير ونيسي، او د کرونا پر ناروغۍ اخته کسانو د وژل کېدو کچه راټيټه شي، او د لومړۍ قضيې په څرګنديدو وروسته دغه وایرس ته  د ځواب ويلو لپاره چمتوالی وښيي.

د امريکايي روغتون ادارې د معلوماتو په اساس متحده ايالات  شاوخوا (۵۴۰۰۰۰) بسترونو سربيره په ټول هيواد کې  نږدې ۶۱۰۰ روغتونونه او کلينيکونه لري،  سربيره پر دې  ۵۰۰۰۰ د پاملرنو مرکزي خونې او ۲۰۰۰۰۰ (وينټيلټرونو) تنفسي آلاتو شتون لري.

پورته ياده شوې احصائيه د ځايي چارواکو د کره معلوماتو راټولولو پر اساس او د  امريکايي روغتونونو اتحاديه او همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مرسته شوې.

د يادونې وړ ده چې  د متحده ايالاتو  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د مرض د پرمختګونو په اړه په يو خبري کانفرانس کې ويلي وه چې په راتلونکي موده کې به د زياتو مرګونو شاهد واوسو. او راتلونکې دوه اونۍ به خورا زيانمنې وي.

په امریکا کې له ۳۰۰زرو زیات کسان پر کرونا وایرس اخته شوي چې له مخې یې نږدې ۱۰زره مړه شوي او نږدې ۱۸ زره بیرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x