افغانستان

د وردګو تښتول شوی قومي مشر ډاکټر ضياء الدين کمال وژل شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): د وردګو قومي مشر ډاکټر ضياء الدين کمال چې د مارچ مياشتې په يوويشتمه نېټه د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې اړوند خوشال خان مينې څخه تښتول شوی و، نن يې مړی په وردګ ولايت کې موندل شوی دی.

راپورونه وايي چې ډاکټر ضياء الدين کمال چې له تيرو پنځلس ورځو راهيسې تری تم و نن يې جسد د وردګ ولايت په تنګي سيمه کې موندل شوی دی.

ډاکټر ضياء الدين کمال چې د وردګو مخور او قومي مشر او د وردگو د قومونو د سرتاسری شورا رئيس هم و د تيرې ميلادي مياشتې په يوويشتمه نېټه د حاجي ابراهيم په نامه له يو بل ملګري سره یو ځای خپل کار ځای ته پر لاره و تري تم شوي وو.

نوموړی چې د وردګو يو له مهمو او فعالو قومي مشرانو څخه ګڼل کېده د ولسي خلکو د ستونزو په حل کې يې مرسته کوله او ددې سربيره یې په کابل کې هم کابل ميشتو وردګو او محصلينو ستونزو او مشکلاتو په حل کې هم هڅې کولې.

د ډاکټر ضياء الدين کمال د مرموزې وژنې انګيزه تر اوسه نه ده معلومه او څو ورځې وړاندې يې د کورنۍ یو غړي هم نن ټکی اسیا ته ويلي وو چې نوموړي د ژوند ډېره برخه د خلکو په خدمت کې تيره کړې وه او له هېڅ چا سره يې شخصي دښمني نه درلوده.

ډاکټر ضياء الدين کمال څوک و؟

نوموړی د مرحوم الحاج مولوی عبدالروف وردگ زوی او د جغتو د کمالخيلو د کلي اصلي اوسيدونکی وچې په تيرو ټاکنو کې د کابل له ولايت څخه پارلمان ته کانديد هم وو.

د يادونې وړ ده چې د پيسو او مال په خاطر تښتول او اختطاف په کابل ښار کې د د ورځې يو معمول چاره ده چې د خلکو ژوند ګواښي او ورځ تر بلې زياتيژي.

عام باور دا دی چې چارواکي او امنيتي ارګانونه د ورته پېښو مخنيوي ته هېڅ پام نه کوي بلکه د زورواکو په ملاتړ سره په ورته جناياتو کې په لاس لرلو تورن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx