نړۍ

د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښ غړي «عبدالله ننګیال» سره د نن ټکی اسیا مرکه/ ويډيو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي ټي ایم» د مرکزي کمېټې غړی «عبدالله ننګیال» وایي، پي ټي ایم پر پښتنو باندې د «ترهګرۍ» په نامه تپل شوي جنګ پر خلاف راپورته شوی تحریک دی او هڅو یې دا پایله ورکړې، چې له پښتنو یې د ترهګر نوم لرې کړی او پښتانه یې د یوه مستقل «قوم» او «ملت» په نامه نړۍ ته ور پېژندلي.

ننګیال دغه څرګندونې له «نن ټکی اسیا» سره په ځانګړې مرکه کې وکړې، نوموړي وویل، د پې ټي ایم د هڅو په پایله کې دوی وتوانېدل د پښتنو غږ تر نړیوالو ورسوی، له پښتنو د ترهګرۍ رنګ لرې کړي او نړۍ ته یې د یوه پر امن او مستقل قوم او ملت په نامه ور وپېژني.

د نوموړي په خبره، پښتانه یو وجود دي او سره بيلیدای نشي، مګر د پي ټي ایم تحریک یوازې تر پاکستان پورې محدود دی، نه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او نه یې اراده لري « له هغوی سره خپل اختیار دی، چې هر ډول فیصله کوي.»

ننګیال ددې پوښتنې په جواب کې، چې په د افغان حکومت په غونډو کې راڅرګندېدل به غورځنګ د حکومت او امریکا په وړاندې د روان ملي مقاومت په وړاندې متنازع نکړي؟ وویل، دوی ته چې هر چا بلنه ورکړې، دوی ورسره منلې، که چېرې طالبانو یا بل اړخ ته ضرورت شي او هغه دوی ور وغواړي دوی به یې بلنه ومني.

نوموړي د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په اړه وویل، چې دوی د افغانستان سولې ته ډېر هیلمن دي او تیار دي د افغانستان په ابادۍ او بیا رغونه کې هر ډول رول ولوبوي.

بشپړه مرکه لاندې وګورئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د نن ټکی اسیا مشر ورور فدا صاحب سلامونه او نیکی هیلی!
که تاسی په ژوره سیاسی څیړنه د پشتون غورځنګ ارزونه وکړی ، دا د نشنل عوامی الحادی او غلامی پارټی ګوند بل رنګ او بل مخ دی .
کله چه امریکا یا انګریزانو زمونږ په هیواد کی د الهی نظام د پیاده کولو د مخنیوی د پاره برید کولو مخکی له مخکی یی نواز شریف په حترلل مشرف ( بی شرف ) الیشولو او د بښتونخوا د مسلمانو پشتنو د ختمولو او محوه کولو د پاره یی د لمړی ځل د پاره د پشتونخوا ګورنری نشنل عوامی غلامی پارتی ته وسپارلو جه پشتانه پر پشتنو ووژنی . په سوات ، خیبر او وزیرستان کی یی په لکونو او میلونو مسلمان هغه پشتانه چه د امریکا له اشغال وروسته به د افغانستان د مسلمانو پشتنو ( طالب مجاهدینو ) لنګه کوی ، به شهادت ورسول .
تر دی چه پشتونخوا صوبه کی پشتنو مسلمانو د نشنل عوامی غلامی پارټی ، د پشتون وژنی پالیسی او امریکا سره لاس اړونه ولیدله ، کرکی یی وزیږول شوی تر دی چه د ټاکنو وخت کی یی د نشنل غوامی ګوند غلام رهبران نه یوآخی رایوی یی ورته ورنکړی بلکه د ټاکنو ځآی کی دریدلو ته هم پری نه شودل او په خپلو وینو کی یی ولمبول . له هغه وروسته دغه تر اخری کچی محوه کیدلو سره مخ شو .
له امله یی ، انګریزانو د نشنل عوامی د بل رنګ د پشتنو د تش په نامه غورځنګ به نوم بل غلام ګوند جوړ کړو چه پشتانه پری خاموشه او اتحاد لیری وساتی ځکه خو د غلام غنی سره ملتیا لری یو غلام د بل غلام ملاتړ کوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close