نظــر

د کرونا او اقتصادي بحران په زمانه کې بې ارزښته سیاسي اختلافات او جګړه

په دغسي یو حالت کې که څوک واک ته ورسیږي هم ، نو د فقیرو، لاچارو، بې وزلو، ناروغو انسانانو او د هدیرو پر قبرونو به یې پاچاهي وي

عبدالرحمن فداء

وروسته تر هغه چې په نړۍ کې د کرونا وایرس وبا پيښې تر ملیونو ورسیدې او افغانستان ته یې هم لاره پيدا کړه، دا ویره زیاته سوې چې په افغانستان کې ددغې وبا له امله په سلګونو زره کسان ناروغه سي او اقلا په زرګونو کسان له مخکې څخه په ناروغیو او کمزوریو ککړ افغانان ووژني.

کرونا وایرس چې په نړۍ کې د چین، امریکا، برتانیې، فرانسې، ایټالیا، اسپانیا په څېر هیوادونو صحې خدمات وننګول او هغوی یې ټول د ماتې او شرم سره مخ کړل، ویره ده په هغو هیوادونو کې چې له مخکې يې د صحې خدماتو برخه شل ده او یا هم هسي په نامه ده، یو نه جبرانیدونکی بشري ناورین را منځته کړي.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چیرې چې د صحت په نامه خدمات هیڅ شتون نه لري او یو څه ناڅه خدمات که سته هم، هغه په بشپړ اکثریت د نړیوالو بشري موسساتو په مرستو پر مخ ځي او هیڅ ددې وړتیا نه لري چې د یو بشري ناورین او وبائي امراضو سره مقابله وکړای سي.

افغانان چې د عادي قابل علاج ناروغیو لپاره ګاونډیو هیوادونو او هندوستان پر لوري پر مصرفه او له ذلته ډک سفرونه کوي، په اوس وخت کې د سرحداتو د تړل کېدو او هوايي ډګرونو بندېدو وروسته به تر ډیره وخته دې ته مجبور وي چې په افغانستان کې دننه له خپلو ناروغیو او روغتیايي ناورین سره ژوند وکړي.

که څه هم تر اوسه په افغانستان کې د کرونا مثبتو پيښو شمیر د سلګونو په شمار دی او داسي ښکاري چې دا وبا کنټرول ده نسبت هغو هیوادونو ته چیرې چې يې په سلګونو زره کسان متاثره کړي او په لسګونو زره یې وژلي، خو ددې وېره ډیره ده چې که یو ځل په افغانستان کې له کنټروله ووتله ، بیا به یې افغانان د مړو په را ټولو ونه توانیږي.

تر اوسه د افغانستان حکومت، سیاستوال، تجاران، علما، طالبان او عام خلک د کرونا وبا په اړه واحد نظر نه لري، اوس هم ډیر خلک هر اړخ ته شتون لرې چې دغه وبا اصلا یوه ډرامه بولي او هغه احتیاطي تدابیر چې د نړۍ په سطحه د وبا د مخنیوي لپاره مهم بلل کیږي، نظر انداز کوي. په عموم کې په افغانستان کې عام پوهاوي کمښت نه یوازي د کرونا بلکې د ټولو وبائي او ساري ناروغیو په اړه خلک بې پروا کړي، څوک ورته یو نوم او څوک بل نوم ورکوي، هغه خلک چې دغسي وختونو کې احتیاط کوي او یا حتی د احتیاط خبره کوي، په هغو ملنډي وهل کیږي او یا هم د بهرنیانو، غربیانو او امریکایانو دسیسه کې ور شریک بلل کیږي.

د کرونا د راتګ سره د ټولې نړۍ هیوادونو ځانونه مقید کړي دي، ځانونه یې پر ځان را ټول کړي دي، ټولې لاري يې تړلي دي، ټول عبادتي او دیني مراسم یې معطل کړي دي، ټول سیاسي او شخصي اختلافونه یې شاته غورځولي دي، په افغانستان کې دا هر څه له یوه مخې برعکس روان دي.

کرونا افغانستان په داسي وخت کې راځي چې هیواد د یوه بدترین سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی، اقتصادي بحران خو د روانو جګړو او اشغال له امله د افغانستان دایمي مشکل دی، خو روان سیاسي اختلاف او جګړې لا هم وضعیت وخیم کړی دی.

د افغانستان د حکومت او عام ولس اقتصاد چې ټوله تکیه یې تر اوسه لا هم د بهرنیو بډایه هیوادونو پر مرستو ولاړه ده، نن په یوه داسي وضعیت کې قرار لري چې تر کرونا سل چنده ننګوونکی دی. کرونا چې څومره افغانان وژني ، هغومره به ووژني خو اقتصادي وضعیت به د هر افغان له مشره تر کشره د ټولو ملا ور ماته کړي. نور به نړۍ په یوه او بله بهانه د افغانستان څخه روان اقتصادي کومکونه ګرځوي او د کرونا وبا له خپرېدو وروسته به ټوله نړۍ پر افغانستان سرحدونه او الوتکې بندوي او بیا به د افغانانو ننداره کوي چې څومره له لوږې او څومره له ناروغیو مري.

د افغانستان سیاسي چارواکي او بانفوذه پخواني او اوسني شخصیتونه که له یوه اړخه د کرونا جدي نیولو تلقین عامو افغانانو ته کوي، له بله اړخه یې د خپلو شخصي اختلافونو له امله د هیواد سیاسي حالت نړۍ ته په شرمونو شرمولی، د همدې سیاسي اختلاف له امله یې د یوه ملیارد ډالرو مرستو تاوان کړی دی او لا هم ویره سته چې صرف د شخصي عناد او ضد له امله نورې سرچینې هم پر ځان ودروي. او لا یې عبرت نه کیږي، نور هم دغه حالت ته ادامه ورکوي چې په ښکاره د هغوی شخصي بدنیتي ځیني څرګندیږي او دا جوتیږي چې هغوی د کرونا او افغانانو د روغتیا په اړه څومره بې اندېښنې دي.

ډیری کارپوهان په دې نظر دي چې د افغانستان پر سیاسي چوکیو، واک او ځمکې جګړه به ډېر ژر ثانوي موضوع سي، د کرونا وبا، روغتیايي ناورین او ورسره تړلی اقتصادي بحران به ټول نور آفتونه شاته وغورځوي او بیا په دغسي یو حالت کې که څوک واک ته ورسیږي هم ، نو د فقیرو، لاچارو، بې وزلو، ناروغو انسانانو او د هدیرو پر قبرونو به یې پاچاهي وي.

اشرف غني او ډله یې نور باید پر خالصو بشري موضوعاتو، ملکي تلفاتو، بشري ناورینونو، روغتیا، تعلیم، ماشومانو، ښځو او سرتاسرۍ سولې د انتخاباتو او اساسي قانون په نامه سیاستونه ونه کړي، عبدالله او ډله یې نور باید په یوه لاچاره او بې معنی حکومت کې د ګډون تر چیغو تیر سي او په هر قیمت په واک کې شرکت ونه غواړي، هغه سیاستوال چې ځانونه د منځګړو په توګه وړاندي کوي، هغوی دي د بهرنیانو د خوشحالو او خوش آمد لپاره نور خپل منافقانه نقابونه وغورځوي، طالبان او ملاتړي يې نور باید جګړې ته د ادامې پر ځای د هیواد راتلونکي، جوړجاړي، سولې، د ولس خدمت، تعلیم، روغتیا او زخمونو پټۍ کولو ته توجه وکړي.

د کرونا وبا به افغانان وځپي او یا نه، خو کومه نړۍ چې د کرونا تر مخه وه، د کرونا وروسته به هغه نړۍ نه وي، کوم سیاستونه چې د کرونا تر مخه وه، هغه سیاستونه به تر کرونا وروسته نه وي، کوم اقتصاد چې د کرونا تر مخه وو، هغه به تر کرونا وروسته نه وي، هر افغان له مشره تر کشره به له دغې وبا په یوه نه یوه شکل متاثره کیږي، ښه به دا وي چې هغه تصمیمونه اوس په اختیار او خپل واک ونیول سي کوم چې به څو میاشتې وروسته له مجبوریه او لاچاریه نیول کیږي. ټول افغان مشران او افراد باید نور تر خپل ضد او عناد تیر سي او پر یوه ټاټوبي سره را ټول سي، یو بل ومني او د یوه بل لاس نیوی وکړي. د ځان لپاره، د خپل راتلونکي نسل لپاره او د ګران هیواد افغانستان لپاره.

پای

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

لیکوال پخپله لیکنه کی کوښښ کړی چی غلامه اداره خپلواکه وښیی .
که امریکا نن وغواړی سبا به دا دواړه غلامان(ع و غ) په یوه کاسه سره ناست وی او هیڅ ډول اختلاف به نوی ، د دی ټولو غلامانو جلو د امریکا پلاس کی دی ، نه یوازی د دوی خو د دوی د کورنیو هم .
تاسو لیکوال طالبان هم د کورونا ویروس په اړه پړ بللی حال داچی طالبان پخپله ناتوانی او بیوسی سربیره د کورونا د مخنیوی لپاره ډیر څه کړی او کوی یی خو بینا سترګی غواړی چی ویی وینی خو غلام دولت هیڅ هم ندی کړی بیله دیچی غریب او بیوسه خلک نور هم وزوروی .
داچی امریکا اعلان کړیدی چی د خپلو غلامانو د نه جوړښت په صورت کی به یو ملیارډ ډالره پر خپلو غلامانو بندی کړی د خندا خبره ده ، په یوه پټکه او یوه څپیړه به ټوله غلامان پر یوه آبخور سره ودروی ، بل داچی پټکی او څپیری ته اړتیا نسته دا ټوله د cia ډرامه ده چی طالبانو ته دا وښیی چی ګوندی غلامان مالکان دی او زمونږ په خوله نکوی????

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close