افغانستان

بلخ: پنځه ملکیانو په ماین چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې پر یوه موټر ماین چاودېدلی چې له امله یې پنځه تنه ملکیان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته په دې اړه ویلي، دغه پيښه نن د دوشنبې په ورځ (۱۸ وری) د چمتال ولسوالۍ په بای تیمور سیمه کې را منځته شوې او د پنځو تنو ملکیانو د وژل کېدو خبر یې ورکړی دی.

د نوموړي په وینا تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی مالوم چې د سړک د غاړي ماین چاودېدلی او که له مخکې په موټر کې بم نصب شوی وو. خو په وینا یې ددوی تحقیقات روان دي.

په دې وروستیو کې د جګړو د بیا پیل له امله په بمباریو، چاپو، ډله ییزو بریدونو او سړک د غاړي ماینونو په چاودنو کې د ملکیانو مرګ ژوبله هم زیاته شوې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close