افغانستان

امریکا: نړیوال مرسته کوونکي په افغانستان کې له مطرح کېدونکو شخصي مسایلو ستړي شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټوله نړۍ د کورونا وبا تر اغېز لاندې ده او نړیوال تمویلوونکي هم په افغانستان کې د سوکالۍ په وړاندې له مطرح کېدونکو شخصي مسایلو ستړي شوي.

د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي «په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا او د هغه د ویجاړونکو اقتصادي اغېزو تر فشار لاندې ده، مرسته کوونکي له خصوصي مسایلو او پروګرامونو چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ په وړاندې مطرح کېږي، ناهیلې او ستړي شوي دي.»

که څه هم الیس وېلز هغه اجنډاوې نه دي مطرح کړي، چې ددې په خبره، نړیوال مرستندویان یې ستړي کړي، خو نوموړې دا  څرګندونې داسې مهال کوي، چې په کابل کې د واک په سر د غني او عبدالله اختلافات لا هم دوام لري او د منځګړو له پرلپسې هڅو سره، سره دواړه لوري جوړجاړي ته نه دي رسېدلي.

داسې ښکاري، چې امریکا نور د کابل حکومت له تمویل ستړې ښکاري، دوي ورځې وړاندې هم الیس ویلز ویلي وو، چې نړیوال ملاتړي له یوه ټولشموله حکومت سره مرسته کولای شي  او تر هغه وړاندې بیا پمپيو یو میلیارد ډالر مرسته کمه کړې وه او د نورو د ګرځولو ګواښ یې هم کړی وو.

د شنونکو په باور، په داسې یو حالت کې چې کورونا د نړۍ د ګڼو نورو هیوادونو تر څنګ امریکا ته هم اقتصادي زیانونه اړولي، دا کار به امریکا نوره هم وهڅوي له افغانستان سره کېدونکې مرستې وګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

امریکا د دی زمانی یکتازه استعماری یا استثماری قدرت دی ، د هغوی ښه او بد او د خپلواکو او مستعمره هیوادو سره راکړه ورکړه د استعماری ګتو او تاوانو له مخی ده . افغانستان کی له نیمی پیړی زیات وخت کیږی د استعماری لاسته راوړنو د باره یی سرمایه ګذاری کړی دومره یی نه دی ترلاسه کړی لکه له لاسه چه یی ورکړی ناهیلی او بی وسه شوی نه غواړی چه د یوی پنی د پاره ډالر وبایلی په دی ناکامی کی د دوی یو لوی قصور د غلامی اداری تشکیلات ، تعیینات او د هغوی بیلونر کول او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x