افغانستان

د عبدالله ټیم: د ولسمشر تر څنګ اجرایوي پوسټ هم باید موجود وي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ویاند «فریدون خوځون» وایي، هڅه یې داده، داسې جوړښت رامنځته کړي، چې د ولسمشر تر څنګ د اجرائیه ریاست پوسټ هم پکې شتون ولري.

فریدون خوځون دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره د خبرو په مهال کړې، ده ویلي «هڅه مو داده داسې جوړښت رامنځته کړو، چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي او د ولسمشر تر څنګ د اجرائیه ریاست پوسټ هم پکې موجود وي.»

د خوځون په خبره، دا شونې نه ده، چې ولسمشر دې دیکتاتوري کوي او نور دې داسې یو حالت ته ولاړ شي، چې مقابل طرف یې ورته وړاندوینه کړې وي.

د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ سیاسي جنجالونه داسې مهال په اوج کې دي، چې نړۍ د کورونا ویروس د نړۍ اقتصادي بنسټونه لړزولي او نړیوال اقتصاد کم ساری زیان کړی.

امریکا چې څه موده وړاندې یې له حکومت یو میلیارد ډالر ورګرځول، هم د هغو هیوادونو په ډله کې ده، چې کورونا یې اقتصاد ته دروند زیان اړولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول ټینګار کړی، چې نړیوال تمویلوونکی یوازې له ټولشموله حکومت سره مرستې کولای شي او له اوسنیو شخصي اجنډاوو او جنجالونو ستړي دي.

په داسې حال کې چې ولس سولې ته په تمه دی، په کابل کې سیاسي اختلافاتو د بین الافغاني مذاکراتو هیلې هم مړاوې کړې او حکومت په پرلپسې ډول د خپلو اختلافاتو د حل لپاره د وخت پیدا کولو په موخه د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو په هڅه کې دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

پشتو کی یو متل دی وایی :
[[ که د ملکی خپل یی راځه راننوځه او که د باچا خپل یی بهر ودریږه ]]
ع او غ دواړه د امریکا غلامان دی ، عبدالله خو د وفاداری له امله خپل خوږ ملګری ( امیر صاحب ) مسعود په ډیره نامردی ووژلو ، په دی کار یی څو بیلونه دالره له امریکا تر لاسه کړو نو امریکا دا دوه لسیزه ځکه نازولو . وایی د همدوغومره ټوپک همدغومره ‌‌ ډزه وی . نور بس دی او پخوا امریکا هم د عبدالله له ډلی یو څه ناڅه شرم او ویره لرله هغه شرم او ویره نوره محوه شوی جه عبدالله ته د ګوټو به شمار هماغه مافیاوی بانډ باتی دی او بس .
غلام غنی هر څه چه دی مافیاوی بانډ یی هم قوی او بله دا چه کورنی یی امریکا کی امریکایانو یرغمل هم نیولی له بلی خوا د عبدالله په تله یی پوهه هم زیاته ده او به ځانګړی ډول دی حساسو مواردو کی چه طالبان د کابل د فتحی پلانونه او تصامیم لری دی وخت کی د دوه جمهور ریسانو شتون غلامه اداره لا پسی کمزوری او د سقوط سره مخ کوی نو جبرا یی د غنی لنګه وکړه او عبدالله ته نور ارزشت نه ورکوی او نه تری کومه ویره لری .
وایی کوم سړی خوب کی لیدلی وو چه څوک ورته ۱۹ روپی ورکوی مګر دی یی نه اخلی په دی وخت کی له خوبه ویښ شوی ، واپس یی سترګی پټی کړی او به پټو سترګو چیغی وهی خیر دی هماغه ۱۹ روپی راکړه زه یی منم.
نو عبدالله او مافیاوی بانډ یا ټیم یی هم ورته خبره کوی وایی هماغه اجراییوی پوست هم منو خیر دی رایی کړه مګر فکر نه کوم هغه چرګی مړی شوی چه سرو زرو هګی به یی اچولی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close