افغانستان

د امریکا له ګواښ وروسته غني له مالیې وزارت اخستي واکونه بیرته وسپارل

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ارګ له لوري د مالیې وزارت تجزیې ته غبرګون وښود او دا یې د یوې بدې حکومتولۍ نښه وبلله، اشرف غني خپله پرېکړه بیرته واخسته او له مالیې وزارت جلا شوې برخې یې بیا ځلې د همدې وزارت تر چتر لاندې راوستې.

د ماليې وزارت سرپرست او نوماند وزیر «عبدالهادي ارغندیوال» په همدې تړاو یوې خبري ناستې ته وویل، چې ټولې هغه دندې چې تر دې وړاندې د ماليې وزارت له لوري ترسره کېدي، له دې وروسته به هم د همدې وزارت له لوري ترسره کېږي او هیڅ بل ارګان به مداخله نه پکې کوي.

بل لور ته اشرف غني تېره ورځ د یوې اعلامیې له لارې یاده کړه، چې د مالیې وزارت د اصلاحاتو په تړاو یې ناسته رابللې او پرېکړه یې کړې، چې « ټولې اړوندې برخې د مالیې د نوماند او سرپرست وزیر تر مشرۍ لاندې کار کوي.»

غني په خپره کړې اعلامیه کې یاده کړې وه، چې په دې تړاو به نور جزئیات د مالیې وزارت سرپرست رسنیو ته ورکوي.

یاده دې وي، چې د غني له لوري د مالیې وزارت تجزیه کېدل او اړینې برخې یې د  ارګ تر چتر لاندې راوستل د امریکا تر څنګ د پارلمان د وکیلانو له توند غبرګون سره مخ شوې او د اصلاحاتو تر نامه لاندې دا ډول کړنې فساد ته د لارې برابرولو هڅې وبلل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د غنی د غلامی دوری په ټولو کړنو کی د مالی وزارت د صلاحیتو کموالی یا خپل واک کی راوستل د غنی د غلامی په دوهمه دوره کی د غنی د مړولو او ملټی بیلونر کیدلو یا د ترمپ سره په ډالرو کی نزدی کیدو د پاره یو مناسب او په ځای اقدام وو ، امریکا کی هم یو جمهور ریس په لمړی دوره کی ډیر متواضع، فعال او با پرنسیپه وی چه دوهمه دوره کی ورته خلک رایوی ورکړی یعنی هغه پریسپتیا یی د دوهمی دوری د بیا ټاکل کیدو د پاره وی . کیدی شی له جیبه هم… نور لوستل »

سیدګل اغابنوری

دغنی تصمیم دماشومانو دی ؟غنی دخپل ګروپ دسوء استفادی لپاره غلول کیږی ؟غنی نن سبادیوتوکی په څیر استعمالیږی ؟ غنی ثبات نلری اواراده ئی له لاسه ورکړی ؟ ډیر ډلرن اووارخطاښکاری ؟ والسلام .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x