افغانستان

د بندیانو د خلاصون د پروسې ځنډ؛ حکومت او طالبان یې په اړه څه وایي؟

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې حکومت د طالبانو له لوري د یو شمېر مشخصو بندیانو د خلاصون غوښتنه د زندانیانو د خلاصون د پروسې په وړاندې خنډ وبلله ، د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» دې څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د حکومت له لوري د زندانیانو د پروسې ځنډول یې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ هڅه نومولې.

د کابل حکومت د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس «متین بیګ» نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د زندانیانو د خلاصون د پروسې د ځنډ د لامل په اړه وویل، چې طالبان د خپلو پنځلسو داسې قوماندانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې په سترو بریدونو کې لاس  لري او دده په قول لاسونه يې د خلګو په وینو سره دي.

بل لور ته د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» بیا دا خبره ردوي او وایي، دا ۱۵ کسان هم د هغو پنځه زره بندیانو په لېست کې دي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید خوشي شي.

د شاهین په خبره، د دې ۱۵ کسانو خوشي کېدل ځکه اړین دي چې له دوی سره د نورو بندیانو د خوشي کېدو په تثبیت کې مرسته وکړي.

که څه هم حکومت وایي، د طالب زندانیانو خلاصون د هغوی له لوري د جګړې د شدت په کمولو پورې مشروط شوی، خو طالبان بیا وایي، له دوی سره هوکړه شوې پنځه زره زندانیان به یې تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې خلاصېږي « د هوکړې له مخې ټول پنځه زره بندیان باید د بين الافغاني خبرو تر پېل مخکې خوشي شي. همداراز باید ووایم چې د دغو پنځلسو بندیانو پېژندګلو هم د نورو غوندې اړینه ده چې زموږ له لېږل شوي پلاوي سره باید په دې برخه کې مرسته وشي. باید ووایم چې د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د بین الافغاني خبرو د ځنډولو په مانا ده.»

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ باید پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان د تېرې مارچ میاشتې په لسمه نېټه خلاص شوي وای او ورپسې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې وای.

تېره ورځ طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره امریکا او ملاتړي یې له شوي توافقنامې په سرغړونې تورن کړل او د ګڼو نورو سرغړونو تر څنګ یې د بندیانو په وخت نه خلاصون او ځنډول هم د توافقنامې ښکاره نقض وباله.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
ټول حرامیګری، همدا خپله د امریکا دي. که نه دا غنی نوکر د چا ښځه دي؟
حسبناالله ونعم الوکیل، نعم المولی و نعم النصیر. اللهم اکفنیهم بما شئت. آمین

عبدالواحد

زماپه نظر: غنی کمونسټ ملحد ته هیڅ افغانۍ که په حکمت کی وی که له طالبانوسره وی معنی اوارزښت نه لری که یی درلودای ده خوبه دطالبانو سره دده دسرتیره په باره کی یوخبره کړی وای چه ددوی دپاره یی سرونه پرلاسو اخستی وو، اوافسوس دۍ چه اوسنی موجوده سرټیری دغنی له دی وضعی نه ناراضه کیږی اودخپل بندیانوله طالبانوسره هیڅ پروا نکوی ،دۍ پدی ښه پوهیږی چه دافغانانوخپل منځی ناسته اودملک ارامول ددوی ختمول دی په هیڅ صورت پخپل ژوندکی دصلح دراوستوپروسه نه پریږدی بیله زوره په هرصورت طالبان مجبور دی دخپل تیرحکومت له تجربی باید له تیروسرزوریو تیر سی پخپلومنّځوکی پوه اولایقو افغانانوته برخه ورکی په داسی شرایطوکی لکه چه اوس دطالبانوپرنا مه مبارزه روانه ده چه نه په قرآن تعلق لری اونه افغانان خپل حیثیت ددوی په منځ کی محفوظ بولی پردوی دغنی اوطالبانوفرق نسته دواړوډلویوغیر اسلامی اوغیر افغانی کلتور ته سرنیولۍ دۍ زما په فکر خارجی لاس پکښی دۍ که موږفکر وکو په تاریخ کی هیڅ یوه کامیابه اسلامی حکومتوداسی رویه نده کړی نسی کامیا بیدای.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close