روغتیا

امریکا کې لومړی وحشي حیوان پر کرونا وایرس اخته شوی

داسې انګیرنه کیږي چې کرونا وایرس له حیواناتو څخه انسانانو ته لیږدول شوی خو دا لومړی وار دی چې په یوه وحشي حیوان کې د کرونا مثبته پېښه لیدل کیږي.

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): که څه هم تر ننه پورې د کرونا په خپرې شوې ناروغۍ یوازې انسانان اخته کېدل؛ خو تازه رسنیو موندلې چې د لومړي ځل لپاره په یو وحشي حیوان کې هم د کرونا ناروغي ثبت شوې ده.

یاده پېښه د امریکا د نیویارک ایالت په برونکس ژوبڼ کې ثبت شوې چې یوه ښځینه پړانګه کې د کرونا مثبته پېښه لیدل شوې ده.

ویل کیږي چې د ژوبڼ (باغ وحش) ناروغ پړانګ ته کرونا د ژوبڼ د یوه تن ساتونکي له خوا لیږدول شوې ده.

که څه هم د ساتونکي هویت نه دی ذکر شوی؛ مګر زیاته شوې چې یاد تن کې کرونا مثبته وه؛ خو تر ډیره یې نښې نه وې ښکاره شوې.

د نیویارک ایالت د ژويو او حیواناتو یو تن مشر ډاکټر جني روني وايي: په ژوبڼ کې ۶ نور پړانګان او زمریان هم وو، چې د کرونا ټيسټونه یې اخیستل شوي؛ خو تر دې دمه یې پايله نه ده ترلاسه شوې.

د ژوبڼ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، داسې هیڅ نښې نښانې نشته چې دا ناروغي له ژویو په تېره له کورني ژوي لکه پیشو او سپي انسان ته ولیږدول شي.

باید وویل شي چې اوسمهال د امریکا متحده ایالاتو وګړي د نړۍ تر بل هر هېواد زیات په کرونا ناروغۍ ککړ دي او د مړو شمېر هم له لس زرو پورته شوی دی.

دغه هېواد کې نن د دوشنبې په ورځ ۷۵۰ کسان نور وژل شوي چې د ټولو مړو شمېره ۱۰۳۶۶ ته رسیدلي، دغه راز د اخته کسانو شمېر له ۳ نیم لکو لوړ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x