
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): ایټالوي رسنۍ د دوشنبې په ورځ د اپریل په ۶مه وایي، د راپورته شوي کرونا وایرس په پایله کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۶۳۶ کسان مړه شوي چې په دې سره په هېواد کې د ټولو مړو شمېر ۱۶۵۲۳ ته پورته شو.
همدغه راز د تایید شویو قضیو شمېره د ۳۵۹۹ ناروغانو په زیاتېدو سره ۱۳۲۵۴۷ تنو ته پورته شوه، دا د تېرو ورځو په پرتله د ثبتو شویو قضیو ټيټه شمېره ده.
په تېرو څو ورځو کې اعلان شوې شمیرې دا هیلې ټوکي چې د ناروغۍ خپریدل یو څه کابو شوي دي.
رسنۍ په ګوته کوي چې په دغه هېواد کې له کرونا څخه د رغیدونکو کسانو شمېر مخ پر ډیریدو دی، اوسمهال ۲۲۸۳۷ کسان بیرته روغ شوي دي.
د یکشنبې په ورځ د اپریل په ۵مه نېټه ایټالیا د ۵۲۵ کسانو د مړینې خبر ورکړی و چې د نن ورځې په پرتله ټيټ و، که څه هم د دوشنبې ورځې شمېره د یکشنبې په پرتله ډېر دی، خو څارونکي وایي، په ټوله کې وضعیت په ښه کېدو ښکاري او د مثبتو پېښو شمېر هم له څو ورځو راهیسې کمېږي.
د یادونې ده چې ایټالیا د نړۍ په کچه له کرونا وبا څخه د مړینو شمېرو له پلوه لومړی هېواد دی، خو د ناروغانو په لیست کې له امریکا او اسپانیا وروسته دریم هېواد دی.
ایټالیا کې د کرونا وایرس وروستۍ شمیرې:
[cvct country-code=”IT”]