
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا په متحده ایالاتو کې د تازه شمیرو له مخې د کرونا وایرس له کبله د مړو شمېر له ۱۰ زرو پورته شو چې زیات یې په نیویارک ایالت کې دي.
په امریکا کې تر دوشنبې ورځې، د ناروغیو د کنترول مرکزونو او د اړونده طبي ارګانونو د معلوماتو پر اساس د کرونا وایرس (۱۹۷۴۱) نوې قضیې ثبت شوي، چې دا قضیه د تیرې ورځې (۲۵۳۱۶) په پرتله ټيټه ده.
د امریکا متحده ایالات نړۍ کې د هغو هېوادونو په لیست کې له ایټالیا او اسپانیا وروسته په دریم نمبر دی چې د کرونا له کبله یې د مړینو شمېر زیات دی، په ایټالیا کې د مړینو شمېر ۱۶۵۲۳ او اسپانیا کې ۱۳۱۶۹ تنه دی.
په امریکا کې د تازه شمیرو پر اساس په تیرو څلورویشت ساعتونو کې ۸۷۴ کسان مړه شوي، چې د ټولو مړو شمېر یې ۱۰۴۹۰ کسانو ته ورسیده.
د کرونا څارونکي ډلې وایي، په امریکا او اروپا کې که څه هم د مړینو شمېره په پراخه کچه نه ده ټيټه شوې خو پر وایرس د اخته کسانو شمېر کمېدل او د زیاتو کسانو بیرته رغېدل یو ښه زیری لیدل کیږي.
په هر حالت، امریکا د نړۍ په کچه لومړی هېواد دی چې د کرونا زیاتې پېښې په کې ثبت شوي دي، اوسمهال دغه هېواد کې شاوخوا ۳۵۰زره قضیې ثبت شوي دي.
په متحده ایالاتو کې د کرونا وروستۍ شمیرې:
[cvct country-code=”US”]