افغانستان

طالبانو د حکومت سره د بندیانو تخنیکي ټیم ملاقاتونه وځنډول

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): طالبانو د هغه تخنیکي ټیم ملاقاتونه د افغان حکومت سره ځنډولي چې په دې وروستیو کې يې کابل ته لیږلی وو تر څو د بندیانو د خلاصون په پروسه کې تخنیکي مرسته وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر په دې اړه ویلي،دوی کابل ته د بندیانو کمیسون تخنیکي ټیم ځکه لیږلی وو تر څو د توافقنامې د ژمنو سره سم د بندیانو خلاصون پيل شي، خو په وینا یې: متاسفانه د بندیانو خلاصون تر اوسه په یوه او بله پلمه ځنډول کیږي.

شاهین ویلي، د سبا څخه به د دوی تخنیکي ټیم له اړوندو جهتونو سره په نورو بې نتیجه ناستو کې ګډون نه کوي.

ددې تر مخه سهیل شاهین د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي وه، د بندیانو د خلاصون پروسه ځنډول د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو هڅه ده.

د کابل حکومت د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس «متین بیګ» تېره ورځ دوشنبه (۱۸ وری) په کابل کې یوې خبري ناستې ته د زندانیانو د خلاصون د پروسې د ځنډ د لامل په اړه وویل، طالبان د خپلو پنځلسو داسې قوماندانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې په سترو بریدونو کې لاس لري او دده په قول لاسونه يې د خلګو په وینو سره دي.

خو «سهیل شاهین» بیا دا خبره ردوي او وایي، دا ۱۵ کسان هم د هغو پنځه زره بندیانو په لېست کې دي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید خوشي شي.

د شاهین په خبره، د دې ۱۵ کسانو خوشي کېدل ځکه اړین دي چې له دوی سره د نورو بندیانو د خوشي کېدو په تثبیت کې مرسته وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

ما افغانها همیشه در طول تاریخ در جنگ (جهاد) برنده هستیم اما متاسفانه سیاسیون ما در میدان سیاست همیشه بازنده هستند .
و همچنان در استراتیژی جنگ اشتباه جبران پذیر می باشد اما در میدان سیاست اشتباه خودکشی است بعقیده من مذاکره نشست مفاهمه با غلام بچه های صلیبی اداره دست نشانده توهین به مجاهدین سربکف و جفا بخون شهدا ملت می باشد . برای تیم مذاکراتی امریکا و جنرال سکات میلر بایدگفته شود که چل چلبازی بس است همه میداند که غلام بچه ها صلاحیت ندارند و اگر تا ظرف یک هفته قلف های دروازه زندان شکسته نشود و مجاهدین آزاد نشوند عملیات سرتاسری بهاری ملت شروع میشود .

جمیل

دکابل غلامه ، شوریدلی او شلیدلی فاسده اداره د هیڅ ډول تعامل وړتیا نلری ، د اوله سره باید خبری نوای ورسره سوی خو اوسهم ښه سو چی خبری ورسره بندی سوی ، دنورو مزیدو خبرو اړتیا هم نسته .
هیواد امریکا او نورو لیوانو اشغال کړیدی ، د غلامانو ټوله واک د هغو سره دی ، پریکړه او توافق هم باید د هغو سره وسی نه د بیواکه او شر غوښتونکو غلامانو سره ، هغه وخت چی اسلامی نظام حاکم و دا غلامان چیری وه ، معلومداره خبره ده چی امریکایانو راوستل او جعلی قدرت یی ورکړ ، ټوله پوهیږی چی د غلامانو واک د هغو د مالکانو پلاس کی دی .
د دی خدای وهلو غلامانو سره په هیڅ موضوع کی باید خبری ونسی او ټوله مشکلات دی مخامخ د امریکی سره حل سی ، دا غلامان دی داسی وبلل سی لکه لیونی سپیان .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close