دیني، سیرت او تاریخ

بابا هوتک؛ هغه څوک چې له خوشحال خان خټک وړاندې د مغلو دښمن و

لیکنه: عباس عابد
ماخذ: پټه خزانه ــ محمد هوتک بن داود

په تاریخونو کې به مو تر سترګو شوي وي، چې له خوارزم شاهانو او د اسلامي نړۍ د ټوټه شوي عباسي خلافت وروسته د مغلو پر خلاف که څوک ډیر جنګېدلي دي؛ نو هغه د خټکو کورنۍ او په تېره بيا د پښتو ادب نوموتې څېره خوشحال خان خټک دی.

خو ډېرو کمو ته معلومه ده، چې له خوارزم شاهانو وروسته او له خوشحال خانه وړاندې د افغانستان په خاوره یو بل داسې څوک هم تېر شوی، چې د مغلو سرسخته دښمن و. هو! بابا هوتک یادوم، چې په پټې خزانې کې یې هم د مېړانې او تقوا یادونه شوې ده.

بابا هوتک چې د پټې خزانې د لیکونکي محمد هوتک په قول: لوی شېخ و، کرامات یې مشهور او د بارو زوی و، چې بارو بیا د تولر او دی د بابا علي رحمت الله زوی و، چې خپل وخت کې د پښتنو مشر پاتې شوی دی.

بابا هوتک د کلات په جنوب ختیځ کې د اتغر پر سیمه دې دنیا ته سترګې غړولې دي. د پيدايښت سنه یې ۶۶۱ هـ یاده شوې او کله چې د ځوانۍ سن ته رسېدلی دی؛ نو لازم علوم او فنون یې زده کړي دي. دی د خدای لوی ولي او عابد بنده پاتې شوی. په اتغر او سوري سیمو کې د خپل قوم سردار او بادار و.

کله چې مغولو د ارغنداو «ارغنداب» پر غاړو لوټ تالان کاوه، اتغر، اولان او کلات به یې هم تالا کول.

بابا هوتک خپل قومونه را ټول کړل او شاه جوی سره په نېږدې «سور غر» کې له مغولو سره په جګړه کېوت، د پټې خزانې په حواله چې: « دې جګړه کې مغول تالا شول او د پښتنو ګړندیو ډير مغول ووژل».

محمد هوتک چې د پټې خزانې لیکوال دی. پلار یې داود خان داسې نقل ور ته کړی دی:

سور غر په دغه ورځ د مغولو په وینو داسې سور او لژند شو، چې د لمر وړانګو به برېښنا کوله. په دې جګړه کې پښتانه لږ او بې ځواکه و، چې د سرو مغولو پېشه پرې راغله د بابا هوتک څو نېږدې خپلوان او غښتلي مېړني شهیدان شول؛ نو په دې وخت کې بابا په لوړ غږ دا سندره وویله:

پر سور غر بل را ته نن اور دی وګړیه جوړ را ته پېغور دی
پر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی

غښتلیو ننګ کړئ دا مو وار دی مغل راغلی په تلوار دی
په پښتونخوا کې یې ناتار دی پر کلي کور باندې مغل راغی

آ، د مرغې غښتلیو راسئ پر ننګ ولاړ د پښتونخوا سئ
تورې تېرې، غشي تر ملا سئ پر کلي کور باندې مغل راغی

زلمو په غشیو کړئ وارونه د تېرو تورو ګوزارونه
ور وړاندې کړئ خپل ټټرونه پر کلي کور باندې مغل راغی

زما د زلمو وینې بهیږي مځکه او غرونه په سره کیږي
میرڅی زغلي او ترهیږي پر کلي کور باندې مغل راغی

پښتنو هلۍ پر غره جنګ دی سور غر په وینو د دوی رنګ دی
مهال د تورې دی د ننګ دی پر کلي کور باندې مغل راغی

زلمو پر ننګ ځانونه مړه کړئ دښمن په غشیو مو پېيه کړئ
د پښتونخوا مځکې ساته کړئ پر کلي کور باندې مغل راغی

بابا هوتک چې دا سندره لوستله؛ نو په غشیو یې د مغولو ټټرونه څيرل، غښتلیو مېړو چې دا سندره اورېدله، په جګړه تودېدل؛ تر څو چې یې سور غر په وینو ولاړه او ټول مغل یې پوپناه (تباه او برباد) کړل.

له دې وروسته هم بابا هوتک له مغولو سره ډېر جنګونه کړي او هغوی یې د ارغنداو پورې خوا ته شړلي وو. د بابا هوتک زمریو لښکرو به هر وخت په اتغر او مرغې کې په مغولو حملې کولې او هغوی به یې په خپلو غارونو ننوېستل.

په پټې خزانې کې د بابا هوتک د مړینې په اړه داسې ویل شوي:

«بابا هوتک چې سپین ږیری شو عمر یې ۷۹ کاله و او په سنه ۷۴۰ هجري کې وفات شو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x