ورزش

پهلواني (رېسلنګ) لومړنۍ لوبه شوه چې د کرونا وبا په شتون کې ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): د کرونا له امله په ټوله نړۍ کې د فوټبال، کرکټ، والیبال، ټېنس، هاکي، سنوکر، بوکسنګ او نورو مشهورو لوبو په ګډون هر ډول سیالۍ بندې شوې او د لوبغاړو ترڅنګ یې د لوبو مینوال هم په کور کېنول.

کله چې کرونا له چین وروسته په ایران، امریکا، ایټالیا، اسپانیا او ټولې اروپا خوله ولګوله؛ نو د فوټبال ټولې رسمي او غیر رسمي، نړیوالې، تجارتي او تفریحي لوبې وځنډول شوې.

همدې وبايي ناروغۍ د اولمپیک سیالۍ چې سږ کال په جاپان کې پلان شوې وې؛ هم له ځنډ سره مخ کړې؛ ځکه اولمپیک سیالیو ته د تمریناتو په موخه تللیو لوبغاړو کې کرونا مثبته ثبت شوې وه.

کرکټ چې په نړۍ کې له فوټبال وروسته زیات لیدونکي لري، سږ کال یې نړیوالې او مشهورې تجارتي سیالۍ لرلې. د پاکستان تجارتي سیالۍ تر نیمه پایلوبو رسېدلې وې، چې وځنډول شوې. هند هم خپل لیګ (ای پي ایل) وځنډاوه او ګڼو نورو هېوادونو د خپلو کورنیو لوبو ترڅنګ بهرنۍ سیالۍ هم بندې کړې.

تمه کیږي په ستمبر میاشت کې د کرکټ شل اوریزو نړیوال جام هم د کرونا له کبله بل کال ته وځنډول شي، خو په اړه به یې وروستۍ پریکړه د روانې میاشتې په وروستیو کې کیږي.

مګر بل لوري ته ازاده پهلواني (رېسلنګ)، چې په دې وروستیو کې یې ټوله نړۍ کې د مینوالو شمېر تر بلې هرې لوبې په زیاتېدو دی، د اپریل په ۴ مه بیرته پېل شوې.

د رېسلنګ د عمومي ادارې (WWE) مشر ټریپل اېچ رسنیو ته ویلي: دغه سیالۍ بیرته پېل شوې؛ خو د مینوالو له نشتوالي سر مخ دي.

یادې سیالۍ چې پخوا تر ډېره په امریکا کې ترسره کېدلې، اوس به له کرونا څخه د نسبتاً محفوظو هېوادونو په لوبغالو کې ترسره کیږي، چې مینوال به یې د لوبغالي د داخلېدلو په دروازو کې تر طبي څېړنو او ټيسټونو لاندې نیول کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close