ټولنیزه برخه

د خاندان خولۍ

عتيق الله صادق
ماخذ: د پښتو له زاړه درسي نصاب څخه!

د ژوندون په لوی ډګر کې هر… هر چا زیار وېست چې ځان ته د ښه ژوند لار پیدا کړي.

دوی لوړې ژورې ولټولې، هرې خوا ته یې منډې ووهلې او هر څه ته یې لاسونه واچول، خو تر ډیر تلاش وروسته ټولو ته دا ثابته شوه چې تر هر څه د مخه باید د علم لمن ټینګه کړي او د علم په لارښوونه خپل مطلب ته ځانونه ورسوي.

ټول د علم په زده کړه پسې ولاړل، هیڅوک د ژوندون په لوی ډګر کې بې تلاشه پاتې نشول.

یوازې د هغه لوی ډګر په یوه تیاره ګوټ کې یو مغروره بې علمه زلمی ولاړ و، چې د علم خوا ته یې هڅه ونکړه او د علم زده کوونکو په ډلې پسې رهي نه شو.

دې مغرور او ناپوه زلمي د ځان سره هیڅ علمي سرمایه او پانګه نه درلودله. یوازې د ده په سر د (خاندان) یوه زړه خولۍ وه چې د ده ټول غرور په همدې خولۍ و.

ده ته د دې خولۍ سیوری د همالې سیوری ښکارېده او د ژوندون ټولې کامیابۍ یې تر دې خولۍ لاندې ګڼلې، ټول بشري احترامات او انساني تعظیمات يې د همدې خولۍ خاوند ته وړ بلل.

استراحتونه، ثروتونه او خوندور خوراکونه یې یوازې د همدې خولۍ د خاوند حق ګاڼه.

ده ته هغه څوک ناپوه ښکارېده چې دا خولۍ به یې پر سر نه وه. دا زلمی همداسې مغرور ولاړ و، څو چې د علم وخت ور باندې تیر شو خو ده یې هیڅ پروا و نه کړه، علم ته یې په سپکه سترګه وکتل؛ خولۍ یې کږه کړه او ویې ویل: «هغه څه چې د دې خولۍ تر سیوري لاندې کېدای شي د دنیا کوم علم یې کولی نشي»

د کار وخت راغی دا زلمی هماغسې مغرور او بې پروا په دې فکر کې و، چې: ((د دې خولۍ د خاوند لپاره باید نور خلک کار وکړي.)) شلم قرن راغی، له دې بې علمه زلمي څخه یې د تحصیل ډپلومه وغوښتله. زلمي په ډېر غرور او فخر د خاندان د خولۍ توصیفنامه ور وړاندې کړه او د هغې امتیازات یې وغوښتل؛ خو شلم قرن ورسره اشنا نه و. هغه توصیفنامه یې و نه لوستلی شوه؛ نو له زلمي څخه یې د کار محصول وغوښت، بې علمه زلمي بیا خولۍ ور پېش کړه او ویې ویل: «دا د کارفرما خولۍ ده، د کاریګر خولۍ نه ده!»

شلم قرن دې بې علمه او بې عمله زلمي ته په غضب شو او د عصبي ښوونکي په څېر یې دا زلمی د عبرت په څپېړه وواهه، چې خاندانۍ خولې یې له سره ولوېدله او ورته ویې ویل:

«اې ناپوهه او بېکاره زلمیه! دا خولۍ ډیره زړه شوې او له موډه لوېدلې ده؛ نور په دې خولۍ ځان مه غولوه او مه دنیا در پورې خندوه. ولاړ شه علم زد کړه او کار وکړه».

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close