نړۍ

ټرمپ: د برتانیا د لومړي وزیر حالت خراب دی، ډاکټران مو ښایي مرسته ورسره وکړي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وايي، د برتیانیا د لومړي وزیر «بوریس جانسون» روغتیایي حالت خراب دی او ددوی د ډاکټرانو یو ټیم ښايي ورسره مرسته وکړي.

د العربیه د راپور په اساس، ټرمپ دغه څرګندونې نن په یوه خبري ناسته کې کړي، نوموړي جانس یو غوره او زړور ملګری بللی، د روغتیا دعاء یې ورته کړې او تر څنګ یې خبر ورکړی، چې د بوریس جانسون روغتيايي حالت خراب دی او د روغتون د ځانګړې څارنې خونې ته انتقال شوی.

د ټرمپ په خبره، امریکا هڅه کوي ډاکټران یې د بوریس جانسون د شخصي ډاکټرانو له ټیم سره مرسته وکړي.

۵۵ کلن بوریس جانسون، چې څه موده وړاندې یې د کورونا ازموینه مثبت راوتلې وه او لس ورځې وړاندې یې ځان یې قرنطین کړی وو، تېره شپه یې روغتیایي وضعیت خراب شوی او په لندن کې د یوه روغتون د ځانګړې څار خونې «ICU» ته انتقال شوی وو.

برتانیا یو له هغو هیوادونو دی، چې کورونا ویروس په پراخه توګه ځپلی. د رسمي شمېرو له مخې، په دې هیواد کې تر دې دمه تر ۵۱ زره زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې او د ۵۳۰۰ شاوخوا کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close