نړۍ

یمن: حکومت وایی په ابین کي مودالقاعدي یوسمیز قومندان وواژه

alqaeda_in_yemen(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۷)صنعا: حکومتي چارواکو خبرورکړی دي چي دیمن په جنوب کی دابین په سیمه کي مو دسیمي له قومي لښکرو سره دګډو عملیاتو په ترڅ کي دالقاعده یوه وتلي سمیز جنګي قومندان علي سعید جمیل وواژه.

له بله لوري دشقره په ښارکي قومي لښکرو کومي چي دحکومت له لوري دالقاعدي په خلاف جوړي شوی دي

،  دالقاعدي له وسلوالو ډلو سره تراوسه پوري په جنګ اخته دي، دقبايلو یوه تن مشر له خبري رسنیو سره په خبرو کي وویل، کله چي حکومت زمونږ څخه دالقاعدي په خلاف دعملیاتو غوښتنه وکړه، مونږ هم سمدستي په عملیاتو باندي پیل کړی سیمه مو اوس دالقاعدي له وسلوالو کسانو څخه خالی کړی.

نوموړي وویل لدی څخه مخکي دښاراکثره سیمي دالقاعدي په ولکه کي وي چي  څیني یی ډیري مهمي وداني هم وي، اوپه خاصه توګه بیا دلودر په ښارګوټي کی خو  په مکمله توګه دالقاعدي ډلي دوسلوالو ولکه وه،  په ځینو ودانیو کی لکه داستخباراتو اوهمدارنګه نورو دولتي ځایونوکي ډيري حکومتي وسلي ځاي پرځاي شو وي چي دغه ټولي دالقاعدي ډلي مربوطه وسلوالو لاس ته ورغلي وي.

دقومي لښکرو مشرانو رسنیو ته ویلي په روانو عملیاتوکي تراوسه پوري حکومتي اوقومي ملیشو ته کوم زیان نده اوښتي.

له بله لوري دیمن دکورنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبرورکړی دي وایی هغه سرښندونکی برید کونکي چی تیره ورځ یی دعدن په ښارکی دیمن دهوايی ځواکونو یومرکز په نښه کړ چي له امله یی نه تنه یمني سرتیري ووژل شول دسعودي عرب اوسیدونکي وو، چي نوم سعد محمد قلیص الشهراني وو،(چي په بتار سره یی شهرت درلود) اودالقاعدي ډلي یو پخواني اوفعاله غړي وو، نوموړي زیاته کړه سرښندونکی برید هغه وخت رامنځ ته شو کله چي له دغه مرکزڅخه ځواکونه دالقاعدي په وړاندي روانه جکړه کي دبرخي اخیستلو لپاره له مرکزه څخه دراوتو په حالت کي وو.

یمني عسکر دابین په ولایت کی له القاعدي سره له هغه وخته په جنګ اخته دی له کله څخه چي په القاعدي پوري تړلو وسلوالو دزنجبار پرښارباندي برید وکړ اودغه ښاریی په خپله ولکه کی راوستي، چي له هغه څخه وروسته یمني ځواکونو ددوي په وړاندي په هوایی بریدونو لاس پوري کړی، چی تراوسه پوري لا په سیمه کي په جنګ سره اخته دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x