شعـــــرونه

د حیا زرغونه/ ثناءالله معصوم

ثناءالله معصوم

چوپتیا مې د خاموشه زړه قیصه انځوروي
لګیـــا دی د دردونــو فـلسفـــه انــــځــوروي

د زړه پـــه لار مــې پاتــې دی اثــر د قدمو یې
اوس خیال مې د خپل ورک زړګي بشره انځوروي

له درد سره بیا څانګې شي بیا څړیکې شي په زړه کې
چې زړه مې د خپل مات وجود نقشه انځوروي

خندا دې، بیا خندا دې او خندا سره حیا دې
شهیده دا انځور دې، ها صحنه انځوروي

شمال یې ښوروي د کلي دنګ چنار چې وینم
کټ مټ  مې د لالي د قد سایه انځوروي

د کلي ملالۍ مې، تر ګودره منګی یوسي
ټپه د غیرتو یې، زما جذبه انځوروي

اثر دې دومره شوی دی طالبه، په یو چا چې
حیا یې اننګو کې زرغونه انځوروي

معصوم دې له ورک خیال سره بې حاله ده ملنګه.!
نو خود به دې له درد سره ټپه انځوروي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close