افغانستان

هرات کې د کرونا د ناروغانو لپاره جوړ شوی روغتون تجهیزات نلري

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل) د هرات  روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې لپاره په عاجل ډول د جوړ شوی ۱۰۰ بستریز روغتون تجهیزات لا هم پوره شوي نه دي.

د دغه جوړ شوی روغتون د جوړولو پروژې مسوول ویس حیدري وايي، که څه هم دوی له خلکو سره د ۲۱ ورځو په اوږدو کې د دې روغتون د جوړولو ژمنه کړې وه، خو دوی وتوانېدل چې دا پروژه په اتلسو ورځو کې بشپړه کړې.

د هرات ولایت روغتیايي چارواکي، په دغه ولایت کې د کرونا د ناروغانو د شمېر زیاتوالي ته په پام د دې روغتون له جوړېدو خوښې څرګندوي، خو وايي تجهیزات یې لا هم بشپړ شوي نه دي او باید مرکزي حکومت او نړیوال سازمانونه ورته زیاته توجه وکړي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس، عبدالحکیم تمنا څرګندوي: «د عامې روغتیا په ملکیت کې د سل بستریز روغتون جوړېدل زموږ لپاره ښه خبر دی او ستره لاسته راوړنه ده، ډېر ژر به یې د تجهیز کار  هم پيل شي. او په یوه وخت کې به سلو ناروغانو ته دلته ښه خدمتونه وړاندې شي.»

په همدې حال کې د هرات والي سید وحید قتالي وايي، دوی په لنډ وخت کې روغتون ته د روغتیايي توکو د را لیږدولو په هڅه کې دي او ډېر ژر به یې تجهیزات پوره کاندي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx