افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزی: د ملکي وګړو وژل د سولې خلاف عمل دی، ښکېل اړخونه دې د سولې هڅې چټکې کړي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» د یوې اعلامیې له لارې په ارزګان او بغلان ولایتونو کې د ګډو ځواکونو وروستي هوايي بریدونه غندلي او د جګړې په ښکېلو اړخونو یې غږ کړی، څو د تشدد د زیاتوالي په ځای د سولې او امنیت د ټينګښت هڅې ګړندۍ کړي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د خاص ارزګان ولسوالۍ او د بغلان ولایت په چشمه شیر نومي سیمه کې هوایي بریدونه چې د ګڼو ملکي وګړو ژوند يې واخست، غندل شوي او یاده شوې، چې دا ډول بریدونه بشر ضد جنایت او د سولې خلاف عمل دی.

خبرپاڼه کې وړاندې کرزي د سولې د مذاکراتو په ژر پيل ټینګار کړی او د جګړې په ښکېلو اړخونو يې غږ کړی، چې «تشدد او تاوتریخوالي ته د لمن وهلو پر ځای دې په هېواد کې د دایمي سولې او امنیت د ټینګښت لپاره، چې د هر افغان هیله ده، جدي او اغېزمن ګامونه اوچت کړي.»

یاده دې وي، چې دغه بریدونه دوې ورځې وړاندې د امریکایي او دولتي هوایي ځواک له لوري ترسره شوي وو، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر لس زیات ملکي وګړي وژل شوي وو.

د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د د اخلي همسنګرو د ورته بریدونو د لړۍ په دوام تېره ورځ هم د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ اړوند «ډنډ غوري» سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ ویشتل شوې، چې له امله یې دوه کورونه ویجاړ شوي وو او څلور ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

له طالبانو سره د شوې توافقنامې په بنسټ، بهرني ځواکونه د ولسي وګړو پر کورونو د چاپې اچولو حق نه لري، دوې ورځې وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده کړه، چې امریکا او مقابل جهت په پرلپسې ډول له توافقنامې سرغړونه کوي او که حالت همداسې دوام ورکړي دوی به مقابل غبرګون ته وهڅوي.

بل لور ته د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه داسې مهال دوام لري، چې امریکا او حکومت له طالبانو د جګړې د شدت د لا کمولو هیله لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا ### د cia هغه مزدور دی چی که امریکا او غلامان یی پوره کلی هم بمبار کړی دی به د ښکیلو خواوو د تشدد او تاوتریخوالی لږیدل وغواړی .
### دی وی د cia پر داسی قسم خوړلو او بیهمتو مزدورانو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close