نظــر

تورخم لار؛ افغان مسافر او د چارواکو فرېب

استاد عبيدالله دقيق – کابل

د کرونا نړيواله وبا چې نږدې په ټوله نړۍ يې سيوری غوړولی، افغانستان هم د نړۍ يو له هيوادونو څخه دی چې په کې ددې ناروغۍ څه له پاسه څلور سوه پيښې ثبت شوي دي او تر اوسه يې په هيواد کې د يو ډاکټر په ګډون څو تنه نور وژلي دي.

افغانستان او سيمې ته د کرونا له راتګ سره ورځنۍ چارې تغير شوې او د حکومتونو له لوري په ښارونو کې ګرځبنديز ولګيد، سوداګريزې راکړې ورکړې بندې شوې او په ټوله معنا د ژوند رنګ يې ټول بدل کړ.

هوايي او ځمکني سفرونه وځنډېل، په غونډو، مجلسونو، د خلکو په راټولېدلو او حتی په جماعت لمونځ کولو پابندي ولګېده، هيوادونو له يو بل سره سرحدونه او لويې لارې وتړلې ترڅو دغه ناروغي له يوې سيمې نه بلې ته انتقال نشي، په دې ترڅ کې افغانستان او ايران، افغانستان او پاکستان هم خپل سرحدونه وتړل او ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره لاس په کار شول.

دا چې زموږ په هيواد کې يو مجهز او پياوړی روغتون او باکيفيته درمل نشته نو له همدې امله ګن شمير هيوادوال ايران، هند او پاکستان ته د درملنې لپاره ځي چې په همدې وخت کې هم زرګونو افغانان د تداوۍ لپاره ګاونډي هيواد پاکستان ته تللي وو چې د کرونا په وړاندې د بنديزونو له امله بند پاتې وو.

په هند کې بند پاتې محصلین او ناروغان هم چې کله هيواد ته راستنېدل نو د هيواد د الوتکو خاوندانو پرې ټکټونه څو چنده قيمته خرڅ کړل او د ۱۸۰ ډالرو ټکټ په ۴۰۰ ډالرو وپلورل شول، خو خلک مجبور وو چې دا هر څه ومني او خپلو کورونو ته ځان راورسوي.

د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په تورخم ښارګوټي کې هيواد ته د راستنېدونکو مسافرو لپاره د قرنطين يو کيمپ جوړ کړ چې په وينا يې په دغه کيمپ کې به له پاکستان څخه هر راستنېدونکی مسافر د څوارلس ورځو لپاره قرنطين کيږي او مشکوک کسان به د ننګرهار روغتونونو ته ليږل کيږي او له پاکستاني لوري سره يې په دې توافق کړی و چې د درې ورځو لپاره دې د ورځې زر تنه افغان مسافر د تورخم له لارې هيواد ته راپريږدي.

پرون پرې دې موافقې د عمل لومړۍ ورځ وه چې تر لس زرو زياتو افغانانو د تورخم لور ته د پاکستان له بيلابيلو سيمو څخه راغلل او هلته، د ښځو، ماشومانو، سپين ږيرو ګڼه ګوڼه جوړه شوه خو يواځې د موافقې له مخې زر تنه افغانانو ته اجازه ورکړل شوه چې د تورخم له کرښې دې خوا راواوړي خو بل خوا بيا د سپين بولدک له لارې ۹ زره ۱۹۸ تنه مسافر خپل هيواد ته راستانه شوي دي چې ددې له جملې څخه يې زر تنه په پاسپورټ او ويزو راغلي دي او پاتې ۸ زره ۱۹۸ يې بغير له پاسپورټه خپل هيواد ته راستانه شول او د حکومتي چارواکو له لوري ورته لارښوونه وشوه چې خپل ځانونه د ۱۴ ورځو لپاره په خپلو کورونو کې قرنطين کړي.

په دې افغانانو کې يې ځينې مړي هم و چې خپلوانو يې جسدونه د تدفين لپاره هيواد ته را انتقال کړل، خو يوه افغان ميرمنه چې پيښور ته د تداوۍ لپاره وړل شوې وه، هملته وفات شوه او بيرته يې د هغې جسد خپل ورور له خپلو کوچنيو بچيانو سره يو ځای هيواد ته راستنه کړه او په تورخم کې ورسره افغان امنيتي ځواکونو هغه چلند وکړ چې تاسو به په خواله رسنۍ کې ليدلي وي.

همدې حالت ته په کتو د تورخم په لاره بند افغان مسافرو او خواله رسنيو فعالانو دې موضوع ته پوښښ ورکړ او د ننګرهار چارواکي هم په دې وپوهېدل چې دوی ددې سيلاب مخه نشي نيولی، نو هماغه و چې په اسلام اباد کې يې د افغانستان سفير ته دنده ورکړه ترڅو له پاکستاني چارواکو سره خبره وکړي چې د تورخم هاخوا ته بند پاتې شوي افغانان دې په دوو ورځو نن او سبا کې ټول راپريږدي.

هماغه و چې نن سهار د پاکستان په خوا کې تر ۱۵ زرو زيات بند پاتې افغان مسافر پرېښودل شول او خپل هيواد ته راستانه شول خو اوس چې دلته د ننګرهار چارواکي په خپلو چارو کې ناکام شول نو يې شکايت شروع کړ چې پاکستان په يو مخ خلک راخوشې کړل او د دوی کنټرول زموږ له وسه وتلې خبره ده او دا يې د پاکستان قصدي عمل بللی و.
مونږ دا عادت لرو چې کله هم خپله کارونه پخپل لاس وران کړو نو بيا نورو ته ګوتې نيسو او نور ملامتوو چې ګواکې په دې کار کې د هيواد د دښمنانو له لاس دی.

پرون چې د ښځينه متوفی جسد نه را پرېښودل کيده او په ساعتونو ساعتونو په تورخم کې ايسار شوی و ايا هغې کې هم د پاکستان لاس و؟

د تورخم ښاروال نن سهار په خپله فيسبوک پاڼه وليکل چې دوی داسې پيشبيني کړې وه چې پاکستاني لوری به په يو دم ټول افغان مسافر راپريږدي او د دوی دا پروسه به له مشکلاتو سره مخ کوي.

نو چې کله د حکومت چارواکي په دې خبر هم وي بيا ولې دوی چمتوالی نه نيسي او ولې اقدام نه کوي چې ټول خلک سکريننګ کړي او د ټولو معاينات وکړي، ددې لپاره دې په عاجله توګه پرسونل اضافه کړی وای او د خلکو معاینات دې کړي وای او په منظمه توګه دې ورته کار کړی وای، نور هيوادونه خو غواړي چې زموږ چارې خرابې شي، بې نظمه شي او ګډوډي رامنځته شي نو بيا به مونږ د لاس په کار په ځای لاس تر زنې کېنو او ګيلې به کوو؟

که خبره د ګڼې ګوڼې وه، نو د سپين بولدک له لوري خو هم نهه زره مسافر راستانه شوي دي، هغوی ولې کنټرول کړل؟

خو حقيقت دادی چې حکومت په خپلو چارو کې پاتې راغلی دی او نشي کولی چې ولس ته هغه ډول خدمات وړاندې کړي چې هغوی پرې قانع کړي، دا خو د ولس په حکومت حق لري چې د هغوی د روغتيا او ژوند ژغورلو لپاره کار وکړي او خدمات ورته وړاندې کړي، نه دا چې له څو ورځو راهيسې شور او چغار جوړ دی چې قرنطين دی، تورخم دی او انتظامات دي.

خو دوی بيا هم خپلې چارې په پورته توګه سرته ونه رسولې او تيره ورځ هغه زر تنه چې تر ماښامه يې په خيمو کې ايسار کړي وو، ماښام يې پرېښودل او خپلو کورونو ته يې ولېږل، نو بيا هغه د څوارلس ورځو تېرولو خبره څه شوه؟ هغه قرنطين څه شو او هغه غورې او دربې څه شوې؟ هيڅ هم ونشول، بغير له دې چې خپل ولس ته تکليف ورسوو.

د يو حکومت په توګه به افغانستان د چارواکو مسؤليت څه وي چې پاکستان ته لسګونه زره د تداوۍ لپاره تللي افغانان چې ښځې، سپين ږيري او ماشومان هم په کې وي، هلته بند پاتې وي، نه کور لري، نه پيسې لري او خپل هيواد ته د راستنېدو او خپل کور ته د ځان رارسولو لپاره نهايي هلې ځلې کوي او مجبور دي، د هغوی لپاره بايد يو مسؤل حکومت څه وکړي؟
د دې ستونزې حل يواځې همدا دی چې له شل ديرش زره مسافرو څخه يې يواځې درې زره راستانه کړه او نور به خپل کار کوي؟

تاسو به له رسنیو څخه دا هم اورېدلي وي چې په پکتيا ولايت او دلته په کابل کې حکومت لګيا دی او په سلګونو جريبه ځمکه هديرو ته انتخابوي او بيلوي، چې د کرونا له وجې احتمالي مړه کېدونکي کسان په کې ښخ کړي مګر په دې فکر نه کوي چې دا کسان بايد وژغورل شي او روغتون ورته جوړ کړل شي.

د حکومت چارواکي، مسؤل دي چې د ولس د خدمت لپاره رښتیني واوسي، د خپلو کړنو په اړه ولس ته قانع کوونکی ځواب ورکړي او کنه په اخرت کې به ددې ولس لاسونه او د چارواکو ګريوانونه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x