افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: که امریکا له خپل اغېز نه کار واخلي، هم به بندیان خلاص شي او هم به بین الافغاني مذاکرات پیل شي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، کابل حکومت په پرلپسې ډول د دوحې د تړون د له منځه وړلو او د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ په لټه کې دی، نو ځکه امریکا ته ښایي، په دې برخه کې مسئولانه او رښتینی چلند وکړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې کابل حکومت د خپل واک د دوام په موخه غواړي ، امریکایان په افغانستان کې ښکېل پاتې شی، نو ځکه د دوحې د تړون د ماتولو پرلپسې هڅې کوي او هڅه یې داده، چې د بندیانو د خلاصون پروسه او بین الافغاني مذاکرات وځنډېږي.

تبصره کې وړاندې د بندیانو نه خلاصون یوه بشري مسئله یاده شوې، چې د طالبانو په خبره، د کرونا په دې حساس پړاو کې کابل چارواکي ورباندې سیاست کوي نو ځکه امریکا ته ښايي، چې په دې برخه کې له خپل اغېز نه کار واخلي «اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې د کابل ادارې چارواکي د هیڅ ډول تعامل وړتیا نلري، امریکايی جهت باید په دې برخه کې خپله وجیبه په مسئولانه ډول اداء کړي، د بندیانو خلاصون چې د دوحې د تړون د تعمیل لومړی قدم دی او امریکا یې د بشپړیدو ژمنه کړې؛ باید ځان پکښي نادیده ونه ګڼي، خپل اغیز دي په سمه توګه وکاروي، ترڅو د راتلونکو پړاوونو لپاره لاره خلاصه شي.»

د طالبانو په خبره، دوی پوهېږي که امریکا همدا نن له خپل اغیز نه کار واخلي، له خپل مسئولیته تیښته ونکړي، د ژمني په پوره کېدو سره خپل حیثیت وساتي؛ په لنډ وخت کې به هم د بندیانو تبادله انجام شي، او هم به د بین الأفغاني تفاهم لپاره د تړون سره سم زمینه مساعده شي.

د طالبانو له قوله، ددوی یو پلاوی د بندیانو په تړاو د خبرو کولو په موخه په کابل کې دی، خو دا چې حکومت په سیسټماټیک ډول هره شېبه نوې، نوې بهانې رامنځته کوي، نو ځکه يې خپل پلاوی په هغه ناستو کې له ګډون منع کړی، چې د پرمختګ مخه پکې نیول کېږي.

طالبانو په پای کې یو ځل بیا امریکا د بین الافغاني مذاکراتو او د بندیانو د خلاصون د پروسې په ځنډ کې مسئوله بللې، چې ددوی له قوله، د کابل اداره له خپلي سرټمبګۍ او نا سنجیده حرکاتو څخه په اغیزمنه توګه نه را ګرځوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Seaad

همدا واقعېت ده
امرېکېان صادقه نه دې

پتنګ

الله پاک دې توفیق ، قوت او حوصله درته درکړي تر څو چې ددې فاسدینو څخه به خیر خلاص شۍ او تر څو چې په افغانستان کې باحیسیته دا سې
دولت جوړ کړۍ چې اسلامې ارزښتونو ته په درنه سترګه پکښې وکتل شي او له موره پيدا کوچنیان په اسلامي او معقولو وطني پالنو کې لوی شي .
دامریکا یانو دعساکرو او منصبدارانو رابطه د فاسد دولت له کارکونکو سره داسې ده لکه د زناکاره معتاد انسان رابطه او معتاد والی
له رنډ ۍ خانې سره !
په دا شلو کالونو کې یې یو له بل سره د دوی کار کونکو ډیر محبت پیدا کړی دی ، او د عشق او معشوقې روابطو ته رسېدلي دينوامریکایان
د خپلې معشوقې زړه کله داسې ډیر ژر زر بد و لی شي ! امریکیانو په دا شلو کالونوکې ډیرې پیلوټانې ، صاحب منصبدارانې او نورې نازنینې
د مدني ټولنو په نوم روزلې دي ! نو دعاشق او معشوقې تر منځ لنډه جدایې ډیر زور غواړي !

زه معذرت غواړم کوم حقیقتونه چې پټ دی او ما په لیکنه کې بر منډه کړل ، دکلام عفت ښه دی خو حقیقت باید څرګند شي !
ایا تا سو په ۲۹ کلنۍ کې یوه نازنینه پيغله جنراله لیدلې ده ؟؟ نه په تاریخ کې نشته خو په افغانستان کې شته !!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close