نظــر

امریکا؛ او په پردي میدان کې لوبه!

استاد محمد زمان مزمل 

افغانستان له بده مرغه د سردار محمد داود خان له کودتاه وروسته او بیا د ثور له کودتا وروسته د داسې سیاسي، نظامي، داخلي او بهرنیو لوبو میدان شو چې هر یوه پکې د زمینو او اوضاعو په لحاظ پداسې میدان کې وشوې چې دا میدان ددغو لوبو نه وو.

د ظاهرشاه ارامه افغانستان د خلق او پرچم د توندو اجرأتو او په هغه تحول کې چې بستر یې یوه لنډکۍ کودتاه وه او دوی پرې د انقلاب نوم کېښود او بیا یې د هغه شوروي له دوستۍ او مداخلو د کوربتوب نه پیل کړه چې ظاهرشاه په لنډ واټن کې د افغانستان په افق د شوروي د سرې وریځو خطراتو اړ کړ چې بې خرته روان اوښی په وخت پوه کړي.

له همدې ځایه دغه لوبه د یوولسو(۱۱) میاشتو په عمر هاغې جغرافیې کې محدوده شوه چې تر نن پورې چا پکې د بشپړ افغانستان ممثل حکومت پیدا نکړ.

دویمه لوبه پکې د شوروي اتحاد د مداخلو لوبه وه، چې آن د مایاروف په روایت:
دغه افغانستان چې یوازې ملا او طالب پکې پر څلورو لکو (۴۰۰۰۰۰) اوړي هغه ددغو پنځلس زره ناخبرو خلقیانو د لوبې او بیا د شوروي د یو لکو څلویښت زره عسکرو د حضور او جنګ میدان نه و.

همدا وه چې اول خلق و پرچم ناکام شول او بیا هغه ځواکمن شوروي پخپله سیاسي او نظامي لوبه کې چې په یوه پردي میدان کې یې پیل کړې وه ناکام شو، په تعقیب مجاهدین هم چې د یو سیاسي بدیل له سویي ډیر ټیټ وه هغوی هم پکې لکه د کومیډي فلم لوبغاړي هر څوک پخپله طریقه پر کابل ورګډ شول هغوی تر پخوانیو زیات رسوا راوپرځیدل.

امریکا ددغو سوابقو باوجود وغوښتل چې افغانستان ته یو امریکایي بدیل د B-52 په ذریعه راوړي او ویې تپي.

اتلس کلن جنګ چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږد جنګ دی هغه دریم رئیس ټرمپ پر دې پوه کړ چې دلته د سیاست او جنګ میدان ګټل هر چاته ګران او مونږ ته ځکه ګران دي چې مونږ له روسانو زده نکړل په همدې خاطر ټرمپ وویل: چې له چاسره شک وي له روسانو دې وپوښتي.

رښتیا خبره همدا ده چې د معین صیب عبدالباقي د فلسفې مطابق په پردي میدان کې لوبه کول همدا پایلې لري، فوټبال د وليبال په میدان کې همدغسې یو کومیډي تصویر لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x