شعـــــرونه

غزل: شفاعت ريحان

شفاعت ريحان
شنه د غره لمن، نری باران دي وي، ياران دي وي
لوند اوربل په سترګو د جانان دي وي، یاران دي وي

بیا چې په نڅا شپېلۍ له ګلو پرخې تويي کړي
شپون لالی په منځ کې د کاروان دي وي، ياران دي وي
شونډې دي د ناز او د مُسکا تر یرغل لاندې وي
ړنګ بنګ،څنګ په څنګ، ډاډه روان دي وي، ياران دي وي
ستا مؤمن يادونه دي مې زړۀ لره ټولۍ راشي
دا جومات په دې چڼو ودان دي وي، یاران دي وي
مور چې په خزان وي بوره شوې، په غم ناسته وي
مست د لیوني سپرلي دوران دي وي، یاران دي وي
شور د تکبیرو دي د پامیر له څوکو پورته شي
خرپ او ترپ د ننګ اوجنګ میدان دي وي، ياران دي وي
مینه دي بیا ځل را ژوندۍ شوې شفاعته! وي
خولو کې مو ټپه د يه قربان دي وي، یاران دي وي،

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x