نظــر

هره ناروغي مادي او معنوي درملنه لري

احمد الله عاطفي
د فزیکي ناروغیو درملنې لپاره د همدې مسلک(طب) پوهانو  زیاتې لاس ته راوړنې کړي، دا چې تر ننه د ځینو ناروغیو درمل په مؤثره توګه نه دي تر لاسه شوی، په دې معنی نه ده چې درملنه يې نشته بلکه زموږ د پوهې نیمګړتیا ده.

قال الله تبارک وتعالی:وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا.(الاسرأ: ۸۵)
ژباړه: د روح په اړه تا پوښتي، ووایه چې روح زما د رب کار دی او تاسي ته(په دې اړه ډیره ) کمه پوهه درکړل شوې.
(وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلاً )

په مجموع کې د دې سترو کایناتو او مخلوقاتو د څرنګوالي په اړوند الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته د وخت او غوښتنو په مناسبت پوهه ورکړې ده مګر ډیره کمه او په دې اړوند يې بندګان هڅولي چې تاسو خپله په هره برخه کې د پوهې په تر لاسه کولو کې تدبر او تفکر وکړئ.

هر یو بنده چې د الله سبحانه وتعالی د دې سترو کایناتو او مخلوقاتو د پوهې په اړوند هڅه او زیار وکړي، تدبر او تفکر وکړي او یو څه لاسته راوړنه وکړي بیا هلته پوهیږي چې زمونږ پوهه په دې مورد کې څومره کمه ده، په خروار کې د مثقال په اندازه بلکه د هیڅ برابر، خو بیاهم په کشف، اختراع، ترکیب او موندونو کې ستر ستر نومونه لرو، ورځ تر بلي په مخ روان یو.
د پوهې ترلاسه کولو په دې ستر بحر کې یو هم د طبابت( ناروغۍ او درملنې)علم او پوهه ده، چې ناروغۍ او درمل دواړه د الله سبحانه وتعالی له مخلوقاتو څخه دي او دواړه خلق شوي، موجود دي.

هره ناروغي چې الله سبحانه وتعالی خلق کړې ده د هغه درمل يې هم خلق کړي، د کومې ناروغۍ ثابته درملنه چې تر ننه نه ده تر لاسه شوې، په دې اړوند بیا هم تکراروو چې زموږ د پوهې کمی دی.

ډیری داسې ناروغۍ وې چې درملنه يې نه درلوده لکه سل (توبر کلوز)، ملاریا او داسي نور چې لاعلاجه بلل کیده، ډیره مړینه يې درلوده اوس ډیر عادي ناروغۍ بلل کیږي او عاجله درملنه لري.

امام بخاري (رحمه الله) د ابو هریره (رضی الله عنه) نه د رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) مبارک قول روایت کوي چې الله سبحانه وتعالی هره ناروغي نازله کړې د هغه لپاره يې شفا هم نازله کړې ده.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ (رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ) عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَا أَنْزَلَ اللَّهُ دَاءً إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً.(متفق علیه)
ژباړه: رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: الله سبحانه وتعالی هیڅ یوه ناروغۍ نه ده نازله کړې مګر د هغه لپاره يې درملنه هم نازله کړې ده.

په همدې اساس رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)  د درملنې سپارښتنه کوي.

فزیکي ناروغۍ په فزیکي درملني، روحي ناروغۍ په روحي درملنی.

عَنْ أُسَامَةَ بْنِ شَرِيكٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: تَدَاوَوْا عِبَادَ اللَّهِ، فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَمْ يُنَزِّلْ دَاءً، إِلَّا أَنْزَلَ مَعَهُ شِفَاءً، إِلَّا الْمَوْتَ، وَالْهَرَمَ.(رواه الإمام أحمد وغيره)

ژباړه: رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: ای د الله بندګانو! (د ناروغیو) درملنه وکړئ؛ الله سبحانه وتعالی هیڅ یوه ناروغۍ نه ده نازله کړې مګر د هغه سره يې شفا هم نازله کړې، یواځينی شی چې درملنه نه لري هغه مرګ او زړښت دی.

هره ناروغۍ چې الله سبحانه وتعالی نازله کړې ده د هغه شفا(درملنه) يې هم نازله کړې، یواځي د اجل ټاکلې نیټه او زوړ والی درملنه نه لري، په دې د تقدیر پریکړه شوې وي.

فزیکي ناروغۍ، چې په بدن اغیزه کوي لکه تبه، درد، زخم او نور داسې ناروغۍ چې عملیات، تمرین…،درملنې لپاره هغه چاته مراجعه وکړئ چې د همدې مسلک پوهان او مؤظفین دي او په نتایجو يې په الله سبحانه وتعالی توکل وکړئ.

روحي ناروغۍ، هغه چې په روح او نفس اغیزه کوي، لکه کفر، شرک، سخت زړه، ظلم، بدعات، کینه، نفاق، کبر، لويي او نور…، د داسي ناروغیو درملنه، خپل نفس ملامتول، الله سبحانه وتعالی ته رجوع، توبه، دعا، دم، استغفار، صله رحمي خپلول، صدقه، حق تسلیمول او آدأ کول.

دا چې ترننه بشر کې د همدې مسلک پوهانو د ځینو فزیکي ناروغیو ثابت او اغیزمنه درملنه نه دی ترلاسه کړي دا زمونږ نیمګړتیا ده،چې یو له دغو جسمي ناروغیو، کرونا یا په نوي نوم(کووید ۱۹) ویروس دی، دې ناروغۍ ، تیر زیږدیزکال (۲۰۱۹ ) دیسمبر میاشت کې د چین له اوهان ښاره سر اوچت کړ، تر ننه د افغانستان په ګډون د نړۍ اکثرو هېوادو کې خور شوی، اوس يې ټوله نړۍ حیرانه او پریشانه کړې ده.

کووید ۱۹ نوم هم ورته د تاریخ په مناسبت ورکړل شو، چې په ۲۰۱۹ کې وپیژندل شو.

په لومړي سرکې چیني واکمنو خبره پټوله او په ناروغۍ يې پرده اچوله او حتی هغه ډاکټر( ډاکټر لي وینلیانګ ) يې په مرګ وګواښ او له خپلې ادعا يې لاس په سر کړ، چې دا ویروس يې پیژندلی و، بالاخره هغه ډآکټر هم د همدې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د دې ناروغۍ لمن خوریږي او د ناروغانو مړینه زیاتیږي.

موثر او د ډاډ وړ درملنه نه لري، ډاکټران او طبي عمله هم له ویرې ناروغ ته سم کتی نشي، له دې ویرې چې دوی متاثره نشي.

تر ننه نه داسې موثره درملنه شته او نه درمل یواځې وقایوي تدابیر نیول شوي…

دې ناروغۍ یو ناورین را منځته کړی، موږ هر یو باید په دي هکله ډیر حساس او د مسؤلیت احساس وکړو، د محترمو ډاکټر صاحبانو او هم د همدې مسلک پوهانو او مؤظفینو په هدایاتو او لار ښوونو په تاکید او دقیقه توګه عمل وکړو، په دې کې زموږ، کورنۍ، سیمې او د ټول بشریت ګټه او تاوان مضمرې دي.

په یاد ولرئ چې په مجموع کې د صحت عمله زمونږ د هوساینې، سوکالۍ او ژوند لپاره د زیار او کوششونو سربیره د سرونو قرباني ورکوي، د تناسب په اعتبار نن له ټولو نه دوی ته د صحت  او سر زیات زیان اوښتی او اوړي، پر موږ د دوي قدر او احترام لازم دی.

له توهین تحقیر او ملنډو ځان او ټولنه وژغورئ.

شتمن او پانګوال  باید په دې حساسو شیبو کې د بېوزلو او مجبورو وګړو او کورنیو سره تر توانه مرسته او لاسنیوی وکړي، هر یو باید د خپلو  ځان او کورنۍ سر بیره د خپلوانو او ګاونډیانو خیال وساتي، ځکه په هر صورت درد، ګټه او تاوان مو د ژوند او مرګ په حساب یو دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close