
شعـــــرونه
نعت شريف/ محمد مهاجر
محمد مهاجر
درومې غواړه نور نبي سرداره د زړه سره
يم وصل ته دې تږی ناقراره د زړه سره
ژوندون مې د هجران بیخي تیریږي نه څه وکړم
داستاپه مینه مست اویم خماره د زړه سره
د سپین مخ په لیدو دې، وږې سترګي رامړې کړه
درمل مې کړه د خوږ زړګي پرهاره د زړه سره
په یوځل یادولو مې د زړه ټول کیف بدل شي
په وړاندي به دې څنګه یم نګاره د زړه سره
په دي باندې ډیر خوښ یم چې په مینه دې تورن یم
همېش دې کړم په مینه افتخاره د زړه سره
محمد مهاجر دې له نامه نه صدقه شم
قربان دې شم حبيبه له رخساره د زړه سره
صَلَّی اللّٰهُ عَلَیْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمْ