افغانستان

طالبان د بندیانو په موضوع د خبرو لپاره کابل ته لېږلی پلاوی بیرته ورغواړي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» وايي، مقابل لوری د زندانیانو د خلاصون پروسه ځنډوي، نو ځکه دوی کابل ته د لېږلي تخنیکي ټیم د بیرته ورغوښتلو پرېکړه کړې.

سهیل شاهین په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي « د لاسلیک شوې توافقنامې په اساس باید د اسلامي امارت بندیان لا وختي خوشي او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شوې وای خو  اړوند لوري زموږ د بندیانو خلاصون په لوی لاس ځنډوي او دسولې له توافقنامې سرغړونه کوي.له همدې امله اسلامي امارت سملاسي له کابل څخه خپل تخنیکي ټیم بیرته راغواړي.»

د طالب او دولتي زندانیانو د خلاصون پروسه، چې د طالبانو او امریکا تر منځ ورباندې پرېکړه شوې وه، تمه وه، کابو میاشت وړاندې د مارچ په لسمه نېټه پیل شي، خو د حکومت له لوري د ناڅرګندو دلایلو له امله وځنډېده او تر دې دمه لا په عملي ډول پیل شوې نه ده.

یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو یو تخنیکي ټیم د همدې موضوع په برخه کې د خبرو اترو په موخه کابل ته ولاړ او تر دې دمه هلته مېشت دی، خو داسې ښکاري، چې له حکومتي پلاوو سره موافقې ته نه دی رسېدلی او اوس بیرته ستنېږي.

که څه هم طالبانو هغه «بهانې» نه دي روښانه کړي، چې ددوی په خبره، حکومت یې د زندانیانو د خلاصون په لاره کې اچوي، خو تېره ورځ د کابل حکومت د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس «متین بیګ»وویل طالبان د خپلو پنځلسو داسې قوماندانانو غوښتنه کوي، چې دده په خبره په لویو بریدونو کې لاس لري. د بېګ د څرګندونو په غبرګون کې طالبانو یاده کړه، چې یاد پنځلس کسان په هغه لست کې شامل دي، چې دوی او امریکا ورباندې موافقه کړې او خلاصون یې ځکه اړین دی، چې د بندیانو د تثبیت په برخه کې له دوی سره مرسته کولای شي.

نن بیا د حکومت یوه بل چارواکي د زندانیانو د خلاصون لپاره اوږد وخت وړاندیز کړ او یاده يې کړه، چې دا پروسه اوږد وخت غواړي او دوی یې په اړه له بیړي کار نه اخلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close