افغانستان

غني او عبدالله ته د امریکا خبرداری: د مالي مرستو کمولو ترڅنګ له افغانستانه ټول پوځیان وباسو

د یو ملیارد امریکايي مرستو کمولو او له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو ایستلو څخه دا په ډاګه کیږي، چې د افغانستان په اړه د امریکا په تګلارې کې ژور بدلون راغلی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۹ل): امریکايي رسنۍ وايي، ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د جنجالي انتخاباتو وروسته دواړو ولسمشرانو ډاکټر محمداشرف غني او ډاکټر عبدالله ته خبرداری ورکړی دی، که چیرې خپلمنځي ستونزې حل نه کړي او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون ته احترام ونه کړي، نو هېواد به یې د یو ملیارد ډالرو مرستې کمولو ترڅنګ له افغانستان څخه خپل ټول پوځیان وباسي.

ان بي سي نیوز نن د سه شنبې په ورځ په یوه مطلب کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دوه اونۍ وړاندې افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ له یوه توند پيغام سره په دې موخه سفر وکړ، ترڅو که وکړای شي په وروستیو دریو کلونو کې د سپینې ماڼۍ د بهرنۍ تګلارې تر ټولو ستره لاسته راوړنه (طالبانو سره د سولې تړون) له سبوتاژ څخه وژغوري، په داسې حال کې چې ښاغلی ټرمپ په کور دننه د کرونا وایرس سره د مبارزې په هڅو بوخت ؤ.

په مطلب کې د بهرنیو چارو وزارت د دوه جګپوړو چارواکو په حواله ویل شوي، پومپیو د ګډ حکومت مشرانو ډاکټر غني او عبدالله ته په څرګندو ټکو ويلي، که چیرې دوی خپلمنځي اختلافات حل او طالبانو سره یوه جوړ جاړي ته ونه رسیږي، نو ولسمشر ټرمپ به نه یوازې داچې له ګډ حکومت څخه یو ملیارد ډالره مرستې را وګرځوي، بلکې له افغانستان نه به خپل ټول پوځیان هم وباسي.

د امریکايي پوځیانو د ایستلو خبرداری په داسې مهال رسنیز کیږي، چې د واک پر سر د ډاکټر غني او عبدالله ترمنځ د روانو جنجالونو له امله ولسمشر ټرمپ او نور امریکايي چارواکي سخت اندېښمن دي، ځکه د هغوی په باور دا چاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون د پلي کېدو او بین الافغاني مذاکراتو مخه نیسي، د کوم تړون په مرسته چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېدلای شي او ترڅنګ یې باید د روان کال مارچ میاشتې په لسمه نیټه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وو.

یادو چارواکو دغه راز ویلي، واشنګټن او متحدین دې خبرې ته اندېښمن دي، چې د بین الافغاني مذاکراتو نه پیلېدل به د سولې تړون عملي کول وځنډوي او طالبان به کوشش وکړي تر څو د ګډ حکومت مشرانو له خپلمنځي اختلافاتو څخه په ګټه اخیستنې له یو پیاوړي دریځ څخه د مذاکراتو میز او د جګړې ډګر ته داخل شي.

د امریکايي چارواکو په خبره ولسمشر ټرمپ هیله مند ؤ چې له طالبانو سره د سولې تړون په لاسلیک به وکولای شي د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو پرمهال خپله کړې ژمنې مخکې له دې پلي کړي، چې ټول پام یې په کرونا وایرس متمرکز شي، د همدې لپاره ټرمپ خپلو سلاکارانو ته څرګنده کړې وه، چې ددغه تړون په مرسته به افغان جګړه ختمه او له امله یې د سولې جایزه ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغو دواړو چارواکو ان بي سي نیوز ته ویلي، ولسمشر ټرمپ کابل ته د پومپیو له تللو وړاندې په هغه اخطاریه لیک باندې په خپله لاسلیک کړی ؤ، چې په کابل کې یې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ته لیږلی ؤ.

که څه هم کابل ته د پومپیو له راتګ څخه دوه اونۍ تیریږي؛ خو سپینه ماڼۍ باوري ده چې د مالي مرستو کمولو او پوځیانو ایستلو خبرداري د افغان حکومت په مشرانو مثبت تاثیر کړی؛ لیکن په عمل کې داسې نښې نه تر سترګو کیږي چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس دې په خپلو منځو کې یوبل کوم نرمښت ښودلی وي.

د مطلب په پای کې نشریه لیکي په افغان حکومت باندې د یو ملیارد امریکايي مرستو کمولو او له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو ایستلو څخه دا په ډاګه کیږي، چې د افغانستان په اړه د امریکا په تګلارې کې ژور بدلون راغلی دی او یاد هېواد نه غواړي چې نور په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Seaad

الله ج
دې دهغه اشغالګر زر تر زره ورک او افغانستان او افغانانو ته خېر پېش کړې
ده همدهغئ ورڅئ په هېله

مجاهد

فدا صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ !
د انګریزانو او امریکایانو د منافقت یو فارمول داچه څه وایی هغه نه کوی او چه څه وایی هغه نه کوی
بل لوی استعماری فارمول یی د ادی په خپلو او مستعمرو هیوادو کی د ګوتو په شمار یا یو سلنه بی ضمیره غلامان بیلونر او نهه نوی سلنه ( مظلوم اولس ) د ققر او سواد له کچی ښکته کوی او ښکته یی ساتی . ولی ؟ ځواب به یی په بله کومه لیکنه کی تشریح شی .

کفر کوم کنځل نه دی بلکه د حق پټونی ته وایی ښه مثال یی د سپتمبر یوولسمه فاجعه وه ، چه د نظم نوین جهانی په رهبری د بوش له خوا د افغانستان د اشغالولو د پاره تر سره کړه ، په سوونو او زرونو ویدیو ګانی پری ډکی دی د اسنادو او شواهدو سره یی په اثبات رسولی چه دا د امریکا دننه کار وو . سره د دی یی هم عراق او افغانستان اشغال او او شل کاله بی ګناه او بیدفاع خلک ووژل او وژنی.
نړیوال متعدد استعماری قدرتونه ټول د امریکا په رهبری په یوه نړیوال استعمار کی مدغم شوی نو نړیوالو ځکه امریکا ته دنړیوال لوی خیانت تر سره کولو د پاره ورته ګوته ونه نیوله او نه یی ملامته کړه او نه یی محاکمه کړه . بس ټوپک قانون دی هر څوک چه زور لری د هغو هر څه قانونی دی ،
مګر د زور په مقابل کی زور وکارول شو چه امریکا یی په ګونډو کړه ، کږی خولی په سوکونو سمیږی

غلام غنی نه دا جرات لری او نه صلاحیت چه د بادار لاسلیک شوی توافقنامه سپوتاژ کړی . دا امریکا ده هر یو غلام ته جلا جلا دنده سپاری چه داسی وکړه او داسی مه کړه د ع او غ مخالفت هم د امریکا په دستور او قومانده ترسره کیږی

RAZMOHAMMED KAMAWALL

دافغان ولس مشر شاغلی اشرف غنی هره پریکړه د قدر وړ ده۰ خمید کرزی د ای اس ای په ژبه خبری کوی۰افغان ځواکونه ځپله خاوره ساتلای ښی۰
هو که افغان دولت له منځه ولاړ شی نو دا وطن ب د تروریزم په مرکز بدل شی او د ۲۰ کالو لاس ته راوړنی به بایلی۰ مننه

جمیل

کامه وال ته :
واه کامه واله واه ، ستاسو دا غټ منافق ستاسو په فهم او فکر سره هره پریکړه یی د قدر وړ ده . لکه داچی متعصبه کافره ښځه او کافر اولاد لری ، د ګران افغانستان قباله یی خپلو مالکانو ته ورکړه ، د واشنګټن او د نیویارک د امن لپاره خپل مسلمان ولس قتلوی ، داچی قاتل او وحشی دوستم او لوده نا صالح خپل معاونین ټاکی ، داچی فساد ، نا امنی ، فحشاء ، غلا ، اختطاف ، ….او غولدنګی خپل اوج ته رسیدلی .
د دی منافق غلام د قدر وړ؟ پریکړی تر دی هم ډیری دی .
الله تعالی دی تاسوته هدایت وکړی کنی په آخرت کی به مو د همدی خاین مرتد سره راپورته کړی .

مجاهد

لمړی ځل دی چه ، د اشغال پلوی مامور رازمحمد کاموال د انګلیسی په ځای په پشتو تبصره لیکلی بیا هم غنیمت دی چه د ژبنی استعماری نفوذ څخه خو یی څه اناڅه ځان ژغورل پیل کړی .
مګر پشتو ژبه کی یی د پخوا په شان اوس هم د اشغال او غلامی اداری تایید او ملاتړ کړی . یعنی اوس هم د دجال په خیټه کی پروت دی جبرا هغه څه باید ووایی چه ورته ویل کیږی ،
له دی ډول بیچاره ګانو هیره ده چه د هری شپی پسی ورځ راتلونکی ده افغانستان کی هم شپه تیره شوی دجال په ډونګو شوی که دجال ووژل شی نو د کاموال په شان عناصر به د دجال په مرداره خیټه کی د ډالرو سره خنثی یا هضم شی

پتنګ

مجاهد صیب دا فاسدین د cia کسان دي دوی په فلوریداکې د امریکا د درونو په مرکز کې کار کوي او له هغه ځایه په افغانستان او پاکستان کې افغانان په نښه کوي او په درونو یې وژني ! داکړ کي نه دین لري نه غیرت چې مخې ته یې ورشي هر کار کوي تف لانت پر دې فاسدینو !!

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close