
حفیظ الدین پیرزادہ
د بین الأفغاني تفاھم لپارہ د کابل ادارې لست رسنیز او د علمای کرامو لخوا بیرته مسترد شو.
نور که ھر څه وي خو په لست کې د اشخاصو له غوراوي څخه دا په ډاګه کیږي چې غني او جمبوریان یې څومرہ سولې ته ژمن دي؟!
زما په اند، دا ھر څه د یوہ پلان له مخې روان دي، لکه د غني او عبد الله تر منځ د سولې ډونډورہ چې یوہ پلان شوې ستراتیژي دہ، ھمدا راز په کابل ادارې د مرستو د بندولو ګوتڅنډنه یا د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو اخطار ھم د امریکا او د ھغې د افغاني ګوډاګیانو تر منځ له یوې سیاسي مانورې ور اخوا بل ھیڅ نه دہ؛
که نه دا به څرنګ امکان ولري چې د کابل ادارہ دې د خپل ولي النعمة حکم بابیزہ وبولي!
که د جان کیري پر حکم ع او غ د تاریخي افغانستان اداري نظام په منځ نیمولی شي نو د پامپیو په امر ولې دا کار نشي کیدای؟!
د دې ګنګس سیاسي حالت اصلي لامل څه دی؟! د افغان معضلي مختلفو جھتونو ته د ھمدې حالت ګټې او تاوانونه څه دي؟!
زہ به ځیني ذیدخله جھتونه د ګټو او زیانونو له مخې په لاندې کټه ګوریو وویشم او بیا به په نتیجه کې د دې ګنګس حالت پر لاملونو او حل لارہ رڼا واچوم:
۱- د کابل ادارہ
اوسنی روان سیاسي ناورین مطلق د کابل ادارې په ګټه دی؛ د کابل ادارہ چې د حقوقي او سیاسي مشروعیت له فقدان سرہ مخ دہ غواړي ځان ته زماني مشروعیت واخلي.
څومرہ چې وخت تیریږي، د کابل ادارې اړیکې له نړیوالو سازمانونو او ھیوادونو سرہ پیاوړې کیږي او یو بل پسې یې ھیوادونه په رسمیت پیژني.
ارګخیل چې په فریب، دھوکه، چل او سازشونو کې نړیوال ریکارډ لري، په کور د ننه د خپلو سیاسي حریفانو په اخیستلو تر ډیرہ بریالي دي.
اتمر چې د سولې لپارہ له خپلې نوماندۍ تیر شو او له طالبانو سرہ ( ظاھراً ) یې د سولې ډنډورې وھلې، اوس د دولت رسمي مامور دی.
عطا نور او ځینې نور سیاسي مخالفین ھم اخیستل شوي، د لا نورو د خرید او فروش پروسه جریان لري! او ښایي لږ وخت وروسته د دولت په سیاسي اپوزیسیون کې د ګوتو په شمار خلک پاته شي چې ھغه به ھم د دیموکراسۍ د تمثیل لپارہ ھمداسې په مخالفت کې وساتل شي.
د کابل ادارہ په سوله کې خپل حتمي مرګ ویني نو کوښښ کوي حالات ھمداسې خړ پړ، متشنج او غیر یقیني وساتي!
نو ځکه امارت ته د سولې لپارہ ماشومانه لستونه استوي، امارت یې مستردوي او دوی بیا د بل لست په تھیه او ترتیب ځان مصروف ښئیي او که ھغه ھم مسترد شي بیا به بل جوړوي.
د طالب بندیانو د راخوشې کولو پروسه ھم ټکنۍ او ځنډنۍ کول د زماني مشروعیت د اخیستلو ھڅه دہ.
د کابل ادارہ د امارت مشران په ھمدې شیروار بوخت ساتي او وخت اړوي تر څو د زماني مشروعیت په حجاب کې خپل اصلي مخ چې له سیاسي او حقوقي مشروعیت څخه برخمن نه دی، پټ کړي، تر څو د وخت او زمان پر مټ ځان ته یو څه مشروعیت راونیسي او بیا راتلونکي بین الأفغاني تفاھم ته له یوہ نسبتاً قوي دریځه سر را ښکارہ کړي!
طالبان
طالبان په عجیبه مخمصه کې ګیر دي، تر توافقنامې را وروسته امریکا خپله یوہ ژمنه ھم نه دہ عملي کړې. نه یې زندانیان را خوشې شوي، ھوایي بمبارۍ چې بندیدل یې د توافقنامې یو شرط و، لا په ځینو ځایونو کې اوس ھم روانې دي او نه ھم د بین الأفغاني مذاکراتو کوم څرک لګي.
داسې ښکاري توافقنامې د طالبانو لاسونه ور تړلي او د مخالفینو یې آزاد پرې ایښي.
په دې ګنګس او ګیچ حالت کې ایله نن چې زہ د دې لیکنې په حالت کې وم، د امارت لخوا یوہ اعلامیه رسنیزہ شوہ په کومه کې چې ھغوی له توافقنامې څخه د سر غړاوي پړہ پر امریکایانو اچولې وہ.
بھترہ به وہ ھمداسې یوہ اعلامیه د اور کم په پای کې د مخالف لوري لخوا د توافقنامې څخه د اولني تخلف پر مھال صادرہ شوې وہ. ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه چې دا توافقنامه یې تائید کړې وہ، ھم له جریان څخه آګاہ کړای شوي و.
په ځینو مواردو کې احتیاط، صبر او محافظه کاري مضر تمامیږي او حالات د چټک غبرګون تقاضا کوي، خو بیا ھم دیر آید، درست آید!
امریکا
اوسنی ګنګس سیاسي حالت امریکا را منځ ته کړی.
ھغوی غواړي اوبه لا پسې خړې کړي او ماھیان ونیسي.
ستر استعماري طاقتونه، د امریکا په شمول، چې کله کوم وړوکی ھیواد لاندې کوي نو د ھغه ھیواد په اړہ کامل، دقیق، او مفصل مالومات لاسته راوړي!
د ھمدې موخې لپارہ یې ستر علمي مراکز، تینک ټینکونه او تحقیقاتي ادارې جوړې کړې وي چې په زرونو کسان پکې په تحقیق، تدقیق او علمي، کلتوري، تاریخي، ټولنیز او ژبنیزو څیړنو بوخت وي!
د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپارہ اوږد او لنډ مھاله پروژې یې روانې کړې وي چې ھرہ پروژہ یې بیا اي، بي، سي او نور پلانونه لري!
غرب دا ھیڅکله نه وہ اټکل کړې چې د دوی جنګي ماشین ناټو به د یوہ تش لاسي، بې یار او مددګار ولس لخوا له داسې مقاومت سرہ مخ کیږي؛ و مَكَرُوا وَمَكَرَ اللّهِ وَاللّه خَيْرُ الماكِرينَ.
نو ځکه یې د مجبوریت له مخې ھغه چا سرہ د مذاکراتو میدان ته ودانګل چې دوی ترورستان او واجب القتل بلل، تر څو له دې لیارې د خپل قوي مذاکراتي ټیم پر مټ خپلو موخو ته ورسیږي خو ھلته یې ھم کومه مشھودہ بریا تر لاسه نه کړہ!
امریکایانو د مذاکراتو له پیله خپلو وعدو ته د ژمن پاته کیدو پلان نه درلود. نو ځکه اوس د بندیانو په راخوشې کولو کې د خنډونو جوړولو، په افغانستان کې د یوې واحدې ادارې په نه رامنځته کولو، د انتخاباتو پر شرمولو او د نورو تاکتیکونو د لیارې د اوسني منحط او ګنګس سیاسي حالت دوام ته لمن وھي.
نو ځکه اوس امارت کله د بندیانو په را خوشې کولو پسې لالھاندہ یوہ خوا او بلې خوا منډې وھي، کله د کابل ادارې د لستونو په ردولو له ھغوی سرہ په ناندریو اخته وي او کله یې نورو ستونزو په داسې حالت کې لمن نیولي وي چې د نظامي حل انتخاب مخه یې له امریکایانو سرہ شوې توافقنامې ډب کړې!
کرونا
سرہ له دې چې غرب دلته اوږد مھاله پروژې لري او د یوې توافقنامې پر لاسلیک یې مطلقې انخلاء ته ارادہ نه لرله نو ځکه یې د افغانستان د سیاسي وضعیت پر آسمان خړې وریځې راوستې وې، خو بیا ھم اوس ښایي په افغانستان کې د ډیرې مودې پاتې کیدو ته زړہ ښه نه کړي.
اوږدې پروژې سترہ اقتصادي پانګونه غواړي. امریکا په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې یو تریلون ډالر مصرف کړي خو د کرونا وبا ته مختص شوې پیسې دوہ اعشاریه درې تریلونه دي. اټکل دی چې دا پیسې به کفایت و نه کړي ځکه د کرونا اخري سرحد لا نه دی مالوم.
د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف وایي: کرونا به غرب له اقتصادي ناورین سرہ مخ کړي.
نتیجه
که روانه سیاسي وضع ھمداسې روانه پاته شي، نو په ټوله کې امارت بایلونکی دی.
د کابل ادارہ به د وخت پر تیریدو د نړیوالو په سترګو کې مشروعیت پیدا کړي، د بندیانو مسئله کې به ھرہ ورځ نوې خبرې راوځي، له توافقنامې څخه د سرغړونې ځواب به د طالب، کابل ادارې او امریکایي ویوندویانو تر منځ د فیس بک، ټویټ، انسټاګرام او رسنیزو ناندریو او مشاجرو تر بریدہ را محدود شي، د طالب نظامي طاقت به د څوارلس میاشتو په تیریدو د منجمد پاته کیدو له امله تر نیمې زیات کم شي او بیا به یا امریکایان له مکملې وتنې انکار کوي او یا به ھم د بین الأفغاني مذاکراتو په نتیجه کې داسې یوہ ادارہ را منځته کیږي چې نورہ که ھر څه وي، وي به خو شرعي به نه وي!!
حل لار
که غر جګ دی، پر سر یې لار دہ.
زما په اند که طالبان له دې خبیثې دایرې د وتلو ھڅه کوي نو مشران یې باید ځینې جرئتمندانه اقدامات وکړي؛ د کار ابتکار پخپلو لاسونو کې واخلي او:
۱- د نظامي قطعاتو د فعاله ساتلو لپارہ پر متبادلو لارو چارو غور وشي لکه معسکراتو ته توجه کول او جنګیالیو ته د راتلونکې مرحلې لپاره روزنه او د هغوي بدني او فکري استعدادونه لوړول، د ولس سره په پراخه کچه غونډي کول، هغوی پر ځان را ټولول، فکري روزنه یې کول او په بشري کچه د ولس سره څنګ پر څنګ درېدل وغیره.. په ورته وخت کې د خپلو سیمو دفاع ته متوجې کېدل او چاته اجازه نه ورکول چې د اوسني حالت څخه نظامي، سیاسي یا فکري استفاده وکړي.
۲- نړیواله ټولنه، او نورو ذیربطه سازمانونو ته د امریکایانو لخوا د توافقنامې څخه د خلاف ورزۍ لیکلي اسناد وړاندې کړي
۳- امریکایانو ته رسماً خبر ورکړي چې که ھغوی د توافقنامې له عملي کولو په یوہ یا بله بھانه ځانونه باسي نو دوی ( طالبان ) به ھم د توافقنامي عملي کولو ته ژمن پاته نه شي
۴- طالبان خپل افغان مخالفین تر بل ھر چا ښه پیژني؛ د دې پر ځای چې د کابل ادارې د لستونو استرداد ته منتظر کیني، اوس د دې وخت را رسیدلي چې طالب مشران پخپل نوښت د افغان معضلې ټولې غاړې پخپله یوہ سیاسي ډیالوګ ته را وغواړي، د کابل ادارہ ھم د یوہ اړخ په توګه ور دعوت کړي او د بین الأفغاني مذاکراتو کوربه توب پخپله وکړي
۵- د غرب اقتصاد کرونا مجروح کړی، د امارت لږ فشار به ، نظامي او دیپلوماتیک، امریکایان اړ کړي چې پخپلو اوږدمھالو پروژو او افغاني جمبوریانو خاورې واړوي او پښې سپکې کړي
۶-څو میاشتې وړاندې په غزني کې د امریکایانو یوہ استخباراتي الوتکه را پرځول شوې یا را غورزیدلې وہ.
ویل کیږې په ھغه طیارہ کې د امریکا ځینې لوړ پوړي استخباراتي چاروکي ھم سپارہ و چې طالبانو ته ژوندي په لاس ورغلي دي.
که دا خبر سم وي، ھمدا د امریکایانو ژوبله ګوته دہ. که امریکا د خپلو قوانینو په رڼا کې د خپلې یوې تبعې د ژغورلو لپارہ پر کوم ھیواد حمله جائزہ بولې نو د خپلو لوړ پوړو استخباراتي چارواکیو د خلاصون لپارہ ھم ھر څه کولای شي! طالبان یې خلاصون باید له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو تر مکملې انخلا پورې مشروط کړي!
الله عزوجل دې زموږ د دین او وطن محافظین په خپل حفظ او امان کې لري!
ھمت مردان، مدد خدا
_________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۵/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن
طالبان باید خفل جنرالان صیمنصبان ظابطان وغیره نظامی فوزی عسکر فولیس یونیفارم فیداکری چی دنیاوال فوه شی دا هم یوحکومت ده
ښکلي شننه ده دپیر زاده صاحب پکار ده چی حالاتو ته په پوره پاملرني سره توجه وشی همدا ننی بمبارد یی په دامان کی د ماشومانوپه شهادت رسول یی څرګنده بيلګه ده د تړون د خلاف ورزی . د دوی لاسونه خلاص او زمونږ تړلی او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خو باید دپیر زاده صاحب د لیکنی مطابق ګام اخیستل انشاالله چي فايدمن او ګټور برېښي .
پېرزاده صاحېب ،ډېره معقوله لېکنه دې کړې ده
انشاءالله ده امارت مشران هر څه ته پوره چمتوالې لرې
ده امرېکېانو معنافقت او ده دوئ داخلې ګوډاګېان هم ور معلوم دې
انشاءالله
دا لوبه به ئ هم ده الله ج په مرسته په صفر کې ور ضرب کې
انشاءالله
ده حق ده برېاء او ده باطل ده نابودې په هېله
خیرونه مو په نصیب سه ، الله تعالی دی د دی لیکنه او د وخت د ضیاع پوره اجرونه درکړی . که د توافقنامی څخه د امریکا سرغړونی همداسی جربان ولری مجاهدین به خامخا ځانونه تماشاچی او بیوسه وګڼی چی کفار او منافقین د توافقنامی څخه سرغړونی او پر مونږ وارونه کوی خو مونږ شهادت غوښتونکی زمریان یی یوازی تماشا کوو . زما په اند طالبان دی خپل نوی عملیات اعلان کړی او ښه په خرپ حملی دی پر غلامانو وکړی ، پر امریکایانو دی هم د حملو پوره چمتووالی ولری که د توافقنامی آ خوا امریکایان پر طالبانو حمله… نور لوستل »