روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: تمه لرو نږدې وخت کې د کرونا پر وړاندې د واکسینو په اړه یو لوی نوښت پیل کړو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): د روغتيا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په يوه خبري کانفرانس کې وویل، تمه کيږي چې په نږدې وخت کې به يو لوی نوښت پيل شي، چې د خپور شوي کرونا وایرس (COVID-19) پر وړاندې به خپلې څيړنې لا هم ګړندۍ کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر ښاغلي «ټيډروس اډنم ګبريوس» زیاته کړه، موږ هيله مند يو چې په نږدې وخت کې به د کرونا ويروس پر وړاندې د واکسينو د څیړنې او پراختيا ګړندۍ کولو لپاره په دې اونۍ کې په يو نوي نوښت کار پيل کړو، راتلونکی نوښت به هم شموله وي او جوړيدونکي واکسين به اړمنو کسانو ته ورکول کيږي.

هغه وويل، کرونا ويروس چې د (۲۰۱۹) دیسمبر مياشتې راهيسې د چين په ووهان ښار کې خپور شوی و د روان کال ۲۰۲۰ کال د جنوري له مياشتې سره سم په ټوله نړۍ کې خپور شو، چې ټوله نړۍ یې له يو ستر بحران سره مخ کړې، په ګرده نړۍ کې یې پر ګرځيدو بنديز سربيره پر اقتصادي تفريحي، تجارتي راکړه ورکړه، ترانسپورت ،او په نورو ډيرو شيانو ستر بد اغيز کړی.

د روغتيا نړيوال سازمان کورونا وايرس (COVID-19) يوه عامه (وبا) وبلله چې تر دا مهاله د نړۍ له ۲۰۰ زیاتو هیوادونو ته رسيدلی، په ټوله نړۍ کې د ثبت شویو مثبتو پيښو شمير یو ملیون او ۵ لکو ته رسيږي او د مړينو شمير ۸۰زرو ته رسیدلی دی په داسې حال کې چې د بيرته روغ شویو کسانو شمير نږدې ۳۰۰زرو ته رسيږي.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې يو لوی نړيوال ټولی د چين په مشرۍ په فعاله توګه لګيا دی او د کرونا وایرس ضد واکسين جوړوي، چين هيواد تر دې مخکې هم وړاندوينه کړې وه چې تر دې مهاله یې ۸ پروژې پر کار اچولي، ددې سربيره متحده ايالاتو هم ددې وایرس کلينيکي معاينې پيل کړې دي، همداراز روسيه هم خپلې نوې ۳ فارمولې په کار اچولي، ددې سربيره برطانيه، ترکيه، استرالیا، جرمني او يو شمير نور هيوادونه لګيا دي او د کرونا وایرس پر وړاندې د معاينې او د واکسينو په جوړولو کې ګړندي ګامونه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x