نړۍ

ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان د مرستو ګرځولو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، د روغتیا نړیوال سازمان د نورو هیوادونو په پرتله پر چین باندې ډير تمرکز کوي او غلطې سپارښتنې وړاندې کوي، نو ځکه دوی دې سازمان ته ورکول کېدونکې مرستې ځنډوي.

ټرمپ دغه څرګندونې تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته کړي، ده ویلي «د روغتیا نړیوال سازمان بلکل د چین تر سایه لاندې دی او تر ټولو زیات تمرکز هم په همدې هیواد باندې کوي، موږ غواړو له دې سازمان سره کېدونکي مرستې په جدي ډول راوګرځوو او بیا ووینو څه کېږي.»

ټرمپ ددې تر څنګ پر خپل ټویټر باندې د روغتیا سازمان تورن کړی، چې ده ته یې غلطې مشورې ورکړې، ده لیکلي « سره له دې، چې امریکا د ځینو دلایلو له امله د روغتیا نړیوال سازمان ته ډېره بودیجه ورکوي، لیکن دا سازمان لا هم په چین باندې ډېر متمرکز دی، له نیکه مرغه ما ددوی له لوري راکړل شوې، مشوره چې له چین سره باید د امریکا پولې خلاصې وي؛  رد کړه، دوی ولې موږ ته داسې غلط وړاندیزونه راکوي؟.»

بل لور ته د ملګرو ملتونو ویاند بیا د ټرمپ له لوري د روغتیا په نړیوال سازمان باندې لګېدلي تورونه رد کړي او ددې سازمان کارونه یې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې اغېزناک بللي، چې دده په خبره، نړۍ ته يې زرګونه روغتیایي وسایل لېږلي او متخصص خلګ یې دې برخې ته روزلي.

ټرمپ داسې مهال د روغتیا له نړیوال سازمان د مرستو ګرځولو ګواښ کوي، چې نړۍ د کورونا وبا له امله تر بل هر وخت پراخ زیان لیدلی او ډېری هیوادونه له دې ناروغي سره په مبارزه کې بې وسه برېښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

لېونی سپۍ خپلې لکۍ ته خولې اچوي !

فضل الحق قریشی

السلام علیکم ستاسو درا نه حضورته فضل الحق قریشی خپلی پیرزوینی وړاندیکوم هیله کوم چی په راتلونکی کی به مستقیم مه اړیکه ولرو.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx