افغانستان

کندهار کې هوايي برید اتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې/انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په برید کې اتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي،چې تېر ماځیګر د دامان ولسوالۍ اړوند خوشاب نومي سیمه کې بې پيلوټه الوتکې هغه ماشومان هدف ګرځولي، چې د خپلو کورونو مخې ته په لوبو باندې بوخت وو.

د راپورونو په بنسټ، په پېښه کې درې تنه ماشومان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپيان شوي.

د امریکايي ځواکونو ویاند په دامان ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې برید کړی.

جنرال «سني لیګت» په همدې تړاو په ټویټر لیکلي « امریکایي او د قاطع ماموریت ځواکونو نن ورځ په دامان ولسوالۍکې برید نه دی کړی، موږ بیا هم په طالبانو غږ کوو، چې د جګړې شدت راکم کړي.»

یاده دې وي، چې په دې وروستیو څو ورځو کې یو ځل بیا د امریکایي ځواکونو او د هغوی د داخلي همسنګرو له لوري پر ملکي وګړو بریدونه ډېر شوي، په تېرو دریو ورځو کې تر شلو زیات ملکي وګړي ددې ډول بریدونو قربانیان شوي.

دا په داسې حال کې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ، امریکايي ځواکونه د جګړې په دوران کې له دولتي عسکرو دفاع کولای شي، خو د نورو بریدونو اجازه نلري.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره امریکا تورنه کړې، چې له شوي تړون سرغړونې کوي او که دا سرغړونې همداسې دوام پیدا کړی، دوی به متقابل غبرګون ته وهڅوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

انا لله و انا الیه راجعون که امریکا او غلامان یی همداسی مکرر د توافقنامی څخه سرغړونی کوی او مجاهدین ناچاره لاس تر زنی ورته ناست او رډ رډ ورته ګوری دابه پر مجاهدینو چی هدف یی شهادت دی او هیڅ بیره نه پیژنی ښه اثر ونکړی . زما په اند دامریکی او د غلامانو هری حملی ته باید په ټینګه جواب ورکړل سی یعنی تر هغو ټینګ او کلک وار پر وسی ، دا وحشی اشغالګر او بیهمته غلامان یی په سمه نه پوهیږی ، تاسو به یی هره ورځ ورته اعلانوی چی دلته یی څو شهیدان کړل او… نور لوستل »

غ.حضرت

د هیڅ بې ګناه انسان او افغان وژنه خصوصاً ماشومانو ( د هر چا پلاس چی تر سره سی ) د منلو وړ نه ده او باید وغندل سی او پر عاملینو ئې لعنت وویل سی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx