دیني، سیرت او تاریخ

د کرونا وېروس مخنیوی د نبوي لارښوونو په رڼا کې

عباس عابد

د هر څه علاج او درمل د اسلام سپېڅلي دین کې شته او په دې اړه یې خورا واضحې لارښوونې وړاندې کړې دي، د ۲۰۱۹ م کال د دسمبر په میاشت کې د چین په اوهان ښار کې یوه ناروغۍ راڅرګنده شوه او ډېر ژر ژر د نړۍ نورو هېوادونو ته ورسېده، چې تر اوسه پورې یې په زرګونو کسان ووژل او په لکونو نور پرې اخته دي. دا رنځ یا د دې ناروغۍ وېروس (کرونا) څنګه را پیدا شوه؟ د دې په اړه نظرونه مختلف دي، څوک یې الهي عذاب، امتحان او ازموینه بولي او ځينې وايي، چې دا د بیولوژیکي جګړې یوه برخه ده. يو شمېر وګړي يې د امريکا او اسرائيلو ډالۍ بولي او يو تعداد خلک بيا دا د چين کمال ګڼي.

(دا خبرې چې د بيولوژيکي جګړې يوه برخه ده) تاريخ به يې روښانه کړي او که نه د دې فيصله به په لويه ورځ کيږي.

کرونا وېروس په لږ وخت کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېده او د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې له مخکينيو ترتيباتو پرته په لويو لويو ښارونو کې روغتيايي بنديزونه ولګول شول. هوايي تګ راتګ بند شو، زمکني سفرونه يا بيخي بند او يا محدود شول، سيمنارونه او غونډې لغوه شوې، سپورټي او ورزشي مسابقې ختمې شوې او همداشان د ژوند نور ډېر شيان په ټپه ودرېدل.

ياد وېروس دومره کوچنی دی، چې يوازې په سترګو سره نه څرګنديږي، خو ټوله نړۍ يې ولړزوله، نو د داسې پېښو په وړاندې رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضي الله عنهم څنګه چلند او کومه لاره غوره کړې وه؟ که مونږ نبوي صلی الله عليه وسلم لارښوونو ته مراجعه وکړو، نو روښانه لاره به په کې ومومو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: «لا يوردن ممرض علي مصح» ناروغ دې روغ ته نه ورځي. متفق عليه.
او همداشان: روغ دې له هغو رنځورانو ځان ساتي، چې په ساري رنځ اخته دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: «فر من المجذوم فرارک من الاسد.» له مجذوم (د جذام په رنځ اخته کس) نه داسې تښته، لکه له زمري څخه ستا تېښته.» بخاري.

دا نبوي صلی الله عليه وسلم لارښوونې او ارشادات دي، تر ټولو لومړی صحي او روغتيايي بنديز رسول الله صلی الله عليه وسلم ښودلي دي. هغه وايي: «اذا سمعتم الطاعون بارض فلا تدخلوها، واذا وقع بارض و انتم فيها فلا تخرجوا منها.» کله مو چې په کوم ځای کې د وباء (طاعون) د پېښېدو خبر واورېده، ،نو هلته مه ورځئ او په کوم ځای کې چې وباء (طاعون) ګډ شوی وي، له هغه ځايه مه وځئ.

او همدارنګه له طاعونه تېښته هم نه ده په کار. رسول الله صلی الله عليه وسولم وايي: «الفار من الطاعون کالفار من الزحف، والصابر فيه کالصابر فی الزحف.» يعنې: له طاعونه تښتېدونکی له جنګه د تښتېدونکي غوندې دی او په دې کې صبر کوونکی داسې دي، لکه په جنګ کې صبر کوونکی.

له ځينې ناروغيو څخه تېښته نه ده په کار، بلکې په نبوي ارشاداتو عمل کول په کار دي. وايي: د بنو ثقيف وفد کې يو کس په جذام رنځ اخته و، رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس ور ولېږه، مونږ له تا سره بيعت وکړ، نو ځه ته لاړ شه.

او د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرام رضي الله عنهم هم د هغه په لاره روان وو. کله چې ۱۸ هـ ق کال په شام کې طاعون راغی او اميرالمؤمنين هم د شام د حالاتو د کتلو لپاره روان شو، نو يوې ډلې اميرانو د حجاز او شام په پولو هغه ته د طاعون خبر ورکړ، نو له ده سره چې کوم کسان وو، له هغو سره يې مشوره وکړه او شام ته (د طاعون سيمې ته) نه داخلېدل يې غوره کړل.

همداراز ابو عبيده بن جراح رضي الله عنه چې د هغه ځای والي و، له شامه وتل يې رد کړل او وينا يې تراوسه لا مشهوره ده، وايي: (زه د مسلمانانو د لښکر يو تن يم او دا نه خوښوم چې له دوی څخه جدا شم).

په ياده وباء کې دېرش زره مسلمانان وفات شول، چې ابوعبيده بن جراح، معاذ بن جبل، يزيد بن ابوسفيان، حارث بن هشام، سهيل بن عمرو او عتبه بن سهيل رضي الله عنهم هم په هغو کې شامل وو.

همدا طاعون هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه د شام والي شو، هغه د اميرالمؤمنين عمر رضي الله عنه په نصيحت عمل وکړ، مسلمانان يې د غرونو لور ته بوتلل، ځکه هلته طاعون نه خپرېده. هغه (عمرو) د خلکو منځ کې ودرېده او وينا يې پېل کړه: (اې خلکو! کله چې دا رنځ ګډ شي، هغه اور بلوي، نو تاسو له هغه نه په غرونو کې پناه واخلئ).

چې په دې طريقه يې هغه وژونکې وباء پای ته ورسوله، ځکه د وقايې اسباب يې پلي کړل. اوس چې کوم وېروس را پيداشوی دی، افغان دولت په دولتي کچه د هغه د مخنيوی لپاره ګامونه پورته کړي دي. او طالبانو هم تر خپل واک لاندې سيمو کې د هغه (رنځ) د مخنيوي لپاره د مرستې، همکارۍ او منډو ترړو ژمنه کړې ده او د کندوز ولايت په ځينو سيمو کې يې عملي ګامونه اخيستي دي.

هو! د همدې ناروغۍ د نه خپرېدا له امله حکومت په ډېرو ولايتونو کې بنديزونه اعلان کړي. دا غوره او ګټور اقدام دی، ولې ملت ډېر بېوزله ده او د دې (ملت) کار و بار بيخي په ټپه درېدلی، ځکه د زياتره ولس ژوند و ژواک په ورځنۍ مزدوري روان و. اوس د بنديزونو موده ده، نو افغان دولت ته لازم دي، چې د هېواد له بېوزلو سره مرستې وکړي.

ځکه چې په کرونا وېروس اخته کېدل حتمي نه دي، ولې د لوږې رنځ حتمي دی، خامخا هر بېوزله افغان پرې اخته کيږي.
د اميرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه نصيحت او د عمرو بن عاص رضي الله عنه لخوا د هغه پلي کېدل، د وباء د ختمېدا
لامل شو. له دې پرته دارو درمل کول هم ثابت دي.

رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي: «ما أنزل الله داءً الا انزل له شفاء». يعنې: الله جل جلاله چې هيڅ داسې رنځ نه دی پيداکړی، چې هغه ته يې دواء، دارو او درمل نه وي پيداکړی. بخاري.

خو دا دواء، دارو او درمل هلته مثمر واقع کيږي، چې د رنځ او رنځورتيا مطابق وي.

نبي صلي الله عليه وسلم وايي: «لکل داءٍ دواءٌ، فاذا أصاب دواء داءًا برأ باذن الله». مسلم. يعنې: د هرې ناروغۍ لپاره دوا شته، کله چې دوا د مرض مطابق وي، نو د الله جل جلاله په اجازه هغه ــ مرض ــ رغيږي.

د کرونا وېروس د مخنيوي لپاره د اسلام د ستر لارښود لارې او لارښوونې او همداراز د اصحابو کرامو رضي الله عنهم ارشادات او هدايات هم ټينګ په پام کې نيول او په هغه عمل کول غوره کار دی، بلکې سنت او لازم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x