دیني، سیرت او تاریخ

کرونا؛ تدابیر،ایمان او توکل

شیخ القران مولانا عبدالصبور
موږ اوسمهال د کرونا COVID 19 وایروس د برداشت په هکله درې ډوله خلک لرو:

1. لومړۍ زموږ په وطن کې سیکولران او دین نه بیزاره کړۍ دي، د کرونا ویروس په مقابله کې د ایمان، په الله باندی د توکل، اعتماد او همدا رنګه د اذکارو او استغفار ویل، د دعا خبرې او ځینو درستو دیني معتقداتو پورې ملنډې وهي او یواځې اسباب، وسایل او تدابیر نیول ورته هرڅه ښکاري.
سره له دې چې د دوۍ مشرانو د مریم صلوات الله علیها بُت میدان ته را وویست ترڅو د هغوۍ د باطلې عقیدې مطابق الله پرې رحم وکړي او د نورو هېوادونو په شمول د غرب چې ولسمشرانو (سره لدې چې ډیر کبر یې په خپل قوت درلود) یې خپل ولس او مسلمانانو نه د دعاء ګانو غوښته وکړه. نو په دې ترتیب کرونا د الحاد او له خداۍ نه د بیزارۍ ټول بنسټونه ولړزول.
خو سره لدې هم د الحاد، دهریت او سیکولرزم افغان مینه وال دلته دعاء، اذکار او توکل علی الله، ذکر، دعاء او نورو دیني شعایرو ته په سپکه سترګه ګوري.
2. دوهمه ډله په مذهبي خلکو کې کم علمه خلک دي چې د جاهلانه توکل مفکوره خلکو ته وړاندې کوي، د اسلام ضد افکار او معتقدات د اسلام په بڼه خلکو ته وړاندې کوي، دوۍ بیا د سیکولرانو برعکس اسبابو پورې ملنډې وهي. ښه مثال یې د هغه شخص دی چې تیره ورځ یې ماته هم کمنټ کې لیکلي ول: تاسې لا ملایان یاست او ماسکونه اچوئ. هدف یې دا و چې د توکل علی الله عقیده مو کمزورې ده.
لومړۍ او دوهمه ډلې دواړه افراط او تفریط کوي.
3. دا ډله خلک د هغو اهلو علمو مجموعه ده کوم چې واقعا په قران او سنت پوهیږي. د دوۍ رایه اوسمهال هم په افغاني او هم بین المللي سطحه مخې ته راغلې کوم چې وایی: څومره مو چې توان وي تدابیر به ښه کلک نیسو، اسباب به اختیارو او ټول طبي نصیحتونه به رعایت کوو او حکومت، علماء او ډاکټرصاجبان چې کومه توصیه کوي عملي کوو به یې خو ورسره به لمونځ، اذکار، الله ته رجوع او توبه، غریبو او اړو ته صدقات ورکول او دعاءګانې به هم له یاده نه باسو.

قدرمنو، موږ او تاسې باید په داسې ویره کې ځان مبتلا نکړو چې لدې مرض او ویروس پرته ومرو.

د اسبابو او وسايلو اختیارولو نه وروسته بیا مؤمن په الله مسبب الاسباب توکل کوي، په خپل خدای باور لري چې هر څه د هغه په لاس کې دي, د الله له ارادې پرته هیڅ شی هیڅ چاته ضرر نشي رسولی او کله چې الله وویل وشه نو هغه به کیږي. بله دا چې له طبي اړخه هم حوصله مندي، باور او ډاډ مریض سره ډېر کومک او مرسته کوي.

په حقیقت کې اسلام د اعتدال، توازن او وسطیت دین دی، نو ځکه دې دین د توکل او اسبابو تر منځ یو معقول توازن قائم کړی، نه پکې د اسبابو انتفاء شته، نه د الله جل جلاله د عظمت نه غافلیدل پکښې شته.

جالبه دا ده چې سیکولران د شیخ قرضاوي، تقي عثماني، د علماوو د نړیوال اتحاد منشي دکتور قره داعي او د نړۍ او د افغانستان د مشهورو سترو علماوو خبرو ته نه ګوري، هاخوا دیخوا چې کوم کس د ملا په نوم یا کوم بې علمه شیخ څه جاهلانه خبره وکړي، هغه بیا د اسلام خبره ګڼي، تر څو د اسلام د بدنامولو لپاره ترې د وسلې په توګه استفاده وکړي (دیته موږ په عامه اصطلاح استفاده جویي خلک وایو).

دا پداسې حال کې ده چې مجمع علمي علماء افغانستان، وزارت اوقاف او نورو د صلاحیت لرونکي او مربوطه افغاني اسلامپالو مراجعو درست، علمي، شرعي او طبي مؤقف ونیوه. د مثال په توګه نجم، ایما، د احساس خیریه ټولنه یو غوره مثال دی خلکو ته.

دوی پدې ټولو شیانو سترګې پټوي او په خپله خوښه د افغانستان یا دنیا په کوم کونج کې د یو کم علمه شیخ خبره را اخلي او په اسلام یې ورتپل شروع کړي او همدا خبره بیا د اسلام ګڼي کومه چې په اصل کې نه وي.
وما علینا الا البلاغ
درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x