ادبي لیکني

عقیده/ استاد ګل پاچا الفت

استاد ګل پاچا الفت

له دې حربي ټانګونو هغه خوا، د ډېرو توپونو او ډېرو لښکرو تر شا له هوايي طیارو نه ډېر پورته یو داسې راز قوت لیدل کیږي، چې په ټولو قوتونو غالب دی. له دې قوت سره نه اور او نه اوبه مقاومت کولی شي او نه ورسره په توره او علم مقابله کیږي.

دا قوت هغه عقیده ده، چې انسان هر راز ایثار او قربانۍ ته تیار وي او په ملتونو کې یو فعال عقل، نه وېرېدونکی عشق، فرهادي عزم او سېلابي حرکت پیدا کوي، چې هيڅوک او هيڅ شی یې مخه نه شي نیولی. که تاسو کوم داسې ملت ګوری چې هغه په هيڅ شي عقیده او باور نه لري او د هيڅ شي له پاره له سر او ماله نه شي تېرېدلی یقین وکړئ، چې هغه ملت لکه د اوبو ځګ ډېر ژر ورکیږي او محوه کیږي.

هغه د روح خوشحالي او د زړه اطمینان، چې سړی یې نه په مال او دولت کې موندلی شي او نه یې د علم و فلسفې په رڼا کې څوک مومي، نه په لوړو ماڼیو کې پیدا کیږي، نه په زېب و زینت او جاه و جلال کې لیدی شي، د عقیدې خاوندان یې د عقیدې پر لار په هر قدم کې مومي او هر ساعت یې هرکلی کوي.

کوم کسان چې نه په دیني اساسونو اېمان لري او نه په اخلاقي او روحاني نوامیسو ګروهېدلي دي، نه یې په نظر کې ملي شعایر څه قېمت لري، هغه په هیڅ مه حسابوئ او هیڅ یې وګڼئ.

انسان یوازې هغه چا ته نه وايي، چې شکل او بڼه یې د بنیادمو وي او د انسانانو جامې یې اغوستې وي. هغه اشخاص چې له خوراک او څښاک نه هغه خوا نور څه نه پېژني او له مادي خوندونو پرته بله قبله او کعبه نه لري، هغه باید د هوا د مرغانو په شمېر کې راشي، چې د دنیا له باغ و بڼ نه مېوې او دانې ټولوي، په ګڼو او شنو بڼونو کې اوسي او نور هیڅ کار نه لري او د هیڅ کار نه دي.

بې عقیدې خلک لکه د لارو او کوڅو خځلې داسې وي، چې هوايي بادونه یې هرې خوا ته وړي او لوبې پرې کوي، مګر هغه چې عقیده لري او په یوه عقیده ټينګ ولاړ دي، د هغوی عزم او اراده دومره قوي وي، چې د نمرود له اوره هم نه ویریږي او په خطراتو ډېر زړور ورځي.

د عقیدې پیدا کول او ټينګول یو قوي او مقتدر پالونکی غواړي، چې عملاً د عقیدې په نشر او تحکیم کې برخه واخلي او عقیدوي عاشق وبلل شي.

د عقیدې په ټينګوالي او کلکوالي کې ادبیات ډيره برخه لري، بلکې کېدای شي چې عقاید ایجاد کړي او یو ملت د ځینو شیانو معتقد وګرځوي.

دغه د وطنیت او ملت مفکوره، چې د ځینو اقوامو له پاره عقیده ګرځېدلې ده، په اصل کې د دې عصر د ادب مولود دی او شعر و ادب پکې عقیدوي قوت پیدا کړی دی. څنګه چې شعر او ادب عقاید ټینګوي، فلسفه او سیاست په عقایدو کې ضعف او فتور راولي او له خرافاتو سره یې برابروي. د شعر او ادب دا وظیفه ده، چې معتقدات او اخلاقي مبادي ټینګ وساتي او په دغسې ذهني روابطو د یوه ملت ارتباط او اتصال قوي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx