دیني، سیرت او تاریخ

لمونځ د روح غذا ده

سید اصغر هاشمي
ماخذ: د قران کریم طبي اعجاز کتاب نه

لمونځ د اسلام دوهم رکن دی چې د دین ستنه او مټه ده، الله تعالی فرمايي: وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِﮇ (ذاریات)
ژباړه: ما پېریان او انسانان یوازې د عبادت لپاره پیدا کړي دي.

په لمانځه کې نه یوازې روحي او اخروي فضایل موجود دي؛ بلکې ډېر جسماني فضایل لري او ډيرې جسماني ناروغتیاوې او ستونزې په لمانځه سره شفا مومي.

نويو ساینسي او طبي څېړنو د لمانځه د روغتیايي ګټو په هکله داسې وايي: اکثره مسلمانان خپل بچیان په کوچنیوالي کې پر لمانځه ودروي، د دې ګټه دا ده، چې په کوچنیوالي کې د انسان د ملا مهرې نرمې وي او که له همدې وخته په پورته کېدو او ښکته کېدو عادت نه شي، په لوی عمر کې ورته د ملا ناروغي پیدا کیږي. په غیر اسلامي ملکونو کې کوچنیان او مشران یې د همدې د ملا ناروغۍ د مخنیوي لپاره سپورټ کوي.

کله چې لمونځ کوونکی پر لمانځه ودریږي؛ نو د قیام لپاره لاسونه تر نامه لاندې ږدي، د همدې عمل له امله د نارینه جنسي قوت زیاتیږي، د ښځینه وو په شیدو کې یوه ځانګړې اغېزه پیدا کیږي او په انسان کې د مدافعت قوت ډيریږي، چې د ناروغۍ مخنیوی کوي؛ خو کله چې لمونځ کوونکی رکوع ته ځي او په رکوع کې پښې مستقیمې او ملا د افقي خط په دول راشي، نو په لنګیو کې یو مخصوص درد پیدا کیږي، د همدې درد له امله په لنګیو، ورنونو، ملا او د لاسونو پلې او رګونه سره کش کیږي، چې په دې سره د ملا دردونه، د پښو او ورنونو دردونه، رګ النساء بندونه او داسې نور دردونه له منځه ځي او همدارنګه سترګو او مغز ته په کافي اندازه وینه رسیږي چې د هغوی په وظایفو کې ښه والی راځي. په قاعده کې د پښتورګو، پښو، ملا او سینې پلې غځیږي او نرم ورزش په ټول لمانځه کې ترسره کیږي.

په لمانځه کې د الله تعالی کتاب (قران کریم) تلاوت کیږي او د قران کریم په ایتونو کې د انسانانو لپاره شفا ده.

لمونځ د روح غذا ده او اکثره دیني او مذهبي کړنې انسان روحانیت ته رسوي، چې په خاص ډول د یو مسلمان لپاره لمونځ یې بهترینه وسیله ده.

څرنګه چې یو سالم بدن ته په ورځ او شپه کې لږ تر لږه دری ځلې خواړه خوړل اړین دي، دغه شان روح هم غذا ته اړتیا لري، د روح د غذا لپاره یو مسلمان په يوه ورځ کې پنځه وخته هلې ځلې کوي او روح تازه کوي، که نه نو روح به د غذا د کمښت له امله کمزوری شي، همدا لامل دی، چې یو رښتینی مسلمان هره ورځ پنځه وخته لمونځ ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x