افغانستانسولې اړوند خبرونه

كرزي د زندانیانو پروسې د ځنډ له امله اندېښنه ښودلې او پر امریکا یې د تعهداتو د عملې کولو غږ کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې طالبانو حکومت د زندانیانو د خلاصون په برخه کې د ځنډ او خنډ په اچولو تورن کړ او خپل تخنیکي ټيم یې بیرته وروغوښت، پخواني ولسمشر «حامد کرزي» د یوې اعلامیې له لارې په دې تړاو اندېښنه ښودلې او پر امریکا يې د خپلو تعهداتو د عملي کولو غږ کړی.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې نوموړي د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو په مذاکراتو کې د خنډ له رامنځ ته کېدو اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې او هیله یې څرګنده کړې چې «په هېواد کې د سرتاسري او تل‌پاتې سولې د ټینګښت لپاره ژر تر ژره د دواړو خواوو ترمنځ په پوره دقت او جدیت خبرې بیا پیل شي.»

نوموړي ددې تر څنګ  په امریکا غږ کړی، چې د افغان سولې او ثبات په برخه کې دې خپل تعهدات عملي کړي «پخوانی جمهور رئیس همداراز د امریکا له متحده ایالاتو غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره خپل تعهدات عملی کړي.»

د طالبانو او حکومت د تخنیکي ټیمونو تر منځ نږدې له یوې اوونۍ راپدېخوا ناستې روانې وې، طالبانو حکومت تورن کړ، چې د بندیانو د خلاصون په لاره کې خنډونه اچوي، بهاني لټوي او د «غیرموجه» دلایلو له امله دا پروسه ځنډوي.

تېره ورځ طالبانو کابل ته لېږلی ټیم بیرته وروغوښت او د زندانیانو په تړاو ددواړو لورو تر منځ مخامخ خبرې د اوس ودرېدې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا د CIA مزدور خو بیا غواړی چی د طالبانو او د غلامانو تر منځ دی په دقت او جدیت سره خبری بیا پیل سی .
ای د CIA اجنټه ! تا لا تر اوسه طالب زمریان سم ندی پیژندلی ، یو وار یی په سهوی سره د چغالانو سره خبری وکړی چی جریان یی تا بیهمته هم لیدی چی غلامان مو رښتین نه وه پدیچی که دا پروسه بریالی او په چټکی سره پایته ورسیږی نو بیا به د دی سګشویانو پیسی او لپ و جپ ختم سی او بیرته به د سپو و مالکانو ته پناه وروړی .

غ.حضرت

بلی، طالب به زمریان وی ! خو رُباتی زمریان.

جمیل

پدی ستاسو سر نه خلاصېږی ، دا د مځکی پر سر د الله تعالی زمریان دی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close