افغانستان

کابل: د امیري روغتون فعالیتونه وځنډېدل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې د امیري روغتون کمپلیکس یو تن ډاکټر «حنیف الله» په کورونا تر اخته کېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ګڼو نورو ازموینې مثبتې راووتې، د عامې روغتیا وزارت ددې روغتون فعالیتونه وځنډول.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند «وحیدالله مایار» نن یوې خبري ناستې ته وویل، امیري روغتون کې د یو شمېر ډاکټرانو تر څنګ د ګڼو کارمندانو ازموینې هم مثبت راوتې او نږدې ۶.۲۵ سلنه کارمندان یې په کورونا اخته شوي.

د مایار په خبره، ددې روغتون فعالیتونه به تر هغه ولاړ وي، تر څو یې د ټولو کارمندانو ازموینې نه وي شوې.

په ورته وخت کې طلوع نیوز د خپلو سرچینو له قوله وایي، چې په کابل کې د رابعه بلخي روغتون یو تن ډاکټر هم په کورونا اخته شوی او ۱۵ نورو ډاکټرانو ځانونه قرنطین کړي.

کورونا چې په افغانستان کې یې د مثبتو پېښو ګراف ورځ تر بلې په لوړېدو دی، حکومت لا هم نه دی توانېدلي، له دې ویروس سره د مبارزې د لومړۍ لیکي  مبارزین «ډاکټران» په حفاظتي توکو سمبال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x