نړۍ

جنوبي اسیا کې د کرونا له امله ۴۳۰ میلیونونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): له ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف (UNICEF) د کرونا له امله د ښوونځیو تړل کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.

یادې ادارې په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې د کرونا له امله یوازې په جنوبي اسیا کې چې د وګړیو سترې مجموعې پکې اوسیږي، له ۴۳۰ میلیونو زیات زده کوونکي ښوونځيو ته له تګ څخه منعه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې هم د حمل میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې ښوونځي او دینې مدرسې رخصت اعلان شوي دي.

د یونیسف په حواله د «کوویډ ۱۹» وېروس له امله په ټوله نړۍ کې ښوونځي تړل شوي، مګر د عصري ټيکنالوژۍ په وسیله لا هم د زده کوونکو درسونه روان دي؛ خو په وروسته پاتې هېوادونو کې بیا د ماشومانو زده کړې اغېزمنې شوې دي.

د یونیسف په اعلامیه کې راغلي که د حکومتونو له لوري زیانمنو ماشومانو ته د زده کړو ترلاسه کولو بدیلې لارې او وسایل برابر نشي؛ نو ښايي هغوی نور هم وروسته پاتې شي او بیا به هیڅکله ښوونځي ته زړه ښه نه کړي.

اعلامیه کې د زده کړو د پاتې والي یو لامل د انټرنیټي اسانتياوو محدودیت بلل شوی او څرګنده شوې، چې که پر انټرنېټ انلاین زده کړې شونې نه وي؛ نو باید له تلویزیون او رادیو څخه کار واخیستل شي.

تر اوسه له ماشومانو د ملاتړ ادارې په غبرګون کې حکومتونو څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې د پوهنې وزارت او تعلیمي مؤسسو د انلاین، راډیو او ټلوېزیون له لارې د درسونو د تدریسولو ژمنه کړې وه، چې تر ډیره نه ده عملي شوې او د عمل ساحه یې تر ښارونو محدوده ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x