کراچي: د رڼاګانو ښار د یوه باران وروسته په تاریکیو کي ډوب شو
نن ټکی آسیا: د پاکستان تر ټولو غټ ښار کراچي صرف د یوه باران له کبله په تاریکو کي ډوب شو.
د تفصیلاتو سره سم نن د کراچي په ښار کي موسمي باران وسو، او د باران سره سم د ښار اکثره سیمي په تاریکیو کي ډوبي شولې، او د ډیرو مهمو او غټو سیمو څخه په ساعتونو ساعتونو بريښنا لاړه، چي په هغو سیمو کي ملیر، ګلستان جوهر، ډیفنس، قیوم اباد، کورنګي،
بهار کالوني، لیاري، صدر، نارتهـ کراچي او ګلشن اقبال سیمي شاملي دي.
د ښار د برېښنا د ادارې KESC او د کارکونکو تر منځ د دوو میاشتو راهیسي لانجه روانه ده، او ددغي ادارې اکثره دفترونه بند دي، او د خلکو مشکلات نه حل کیږي، او پر دې سربیره د توند او طوفاني موسمي بارانو لپاره هیڅ پلان په نظر کي نه دی نیول شوی.
د ګلشن اقبال او ابو الحسن اصفهاني روډ، ګلزاري هجري کي د ۷ ساعتونو راهیسي بریښنا تللي، او تر اوسه هم نه ده راغلې، چي له کبله يې د سیمي خلک سړکونو ته را وتلي، او په احتجاج يي لاس پوري کړی دی، سړکونه يې د ټرافیک پر مخ بند کړي دي.