افغانستان

کډوال: نه ایران کې ښه ورځ لرو او نه مو افغانان خوښوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې افغان ولسمشر له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د نه راشړلو او له کرونا وېروس د قرنطین په اړه خبرې کړې؛ کډوال وایي، چې نه په ایران او نه هم په افغانستان کې ورته په درنه سترګه کتل کیږي.

دوی وایي په ګاونډي هېواد کې د کرونا د زیات خپراوي له امله افغانستان ته په زور را شړل شوي او ښه رویه نه ده ورسره شوې.

کډوال زیاتوي ایران یې خپل هېواد نه دی؛ خو افغانستان چې د دوی خپل ټاټوبی دی، دلته هم ورسره د مور میرې چلند کیږي او خلک ترې نفرت کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران سږ کال تر ۲۰۰ زرو پورې افغان کډوال افغانستان ته بیرته ستانه کړي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان رسمي شمېرې ښيي، چې د یادو کډوالو دری برخې (۱۴۵ زره) تنه یوازې په مارچ میاشت کې افغانستان ته راغلي.

ایران له چین وروسته هغه هېواد دی، چې د کرونا وېروس په ډېره چټکۍ په ‌کې خپور شو.

بل لور ته د روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز وايي هره ورځ له ایرانه ډلې، ډلې افغان کډوال بیرته راستنیږي، چې په هرات کې له قرنطین لاندې نیول کیږي؛ خو د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي بیا وايي د بیرته را ستنېدونکو شمېر اوس کم شوی؛ مګر په افغانستان کې له کرونا وېروس سره د مبارزې لپاره امکانات کم او شرایط ډېر سخت دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

یا الله سبحن تعالی ته مالک الملک یی ، زمونږ هیواد خو لدی بهرنی او داخلی ویروسو څخه په امن کړه او ستا د مبارکی کلیمی سپین بیرغ په ټوله هیواد کی ورپوه چی دا د هجرت ، بیوسی او بیکسی لړی پایته ورسیږی او ټوله افغانان پخپل ملک کی د آرامی او سرلوړی هوسا ژوند وکړی . امین یا رب العلمین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close