افغانستان

د طالبانو تخنیکي ټیم کابل پرېښود

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹ل): د پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیانو د موضوع په اړه  کابل ته د طالبانو راغلی تخنیکي ټیم د خپلې رهبرۍ په غوښتنه بیرته ستون شو.

طالبانو ته یوې نږدې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته ومنله، چې ټيم نور په کابل کې شتون نلري او د خپل مشرتابه په غوښتنه بیرته ستون شوی.

دغه پلاوی چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د بندیانو د موضوع په اړه کابل ته راغلی وو، دلته د قطر سفارت په کوربتوب مېشت وو او د حکومت له تخنیکي ټیم سره یې پرلپسې ناستې درلودې، خو تېره ورځ د طالبانو سیاسي دفتر حکومت تورن کړ، چې په دې موضوع کې ځنډ او خنډ راولي، نو ځکه دوی د خپل پلاوي د بیرته ور غوښتلو پرېکړه کړې.

که څه هم طالبانو هغه دلایل یاد نکړل، چې له مخې یې د بندیانو خبرې اترې له ځنډ سره مخ شوې، خو حکومتي چارواکو په بیا، بیا ویل، چې طالب زندانیان له شرط پرته او ژر خوشي کېدای نشي او باید د خوشي کېدلو په بدل کې یې د جګړې شدت راکم شي.

د حکومت د محلي ادارو د خپلواکو ارګانونو رییس «متین بیګ» وویل، طالبان د خپلو پنځلسو داسې قوماندانانو  غوښتنه کوي، چې په لویو بریدونو کې لاس لري، د طالبانو ویاند د نوموړي خبرې رد کړې او یاده یې کړه، چې یاد پنځلس کسان په هغه لست کې شته، چې دوی او امریکا ورباندې پرېکړه کړې او خلاصون یې ځکه اړین دی، چې له دوی سره د زندانیانو په تثبیت کې مرسته کولای شي.

د حکومت یوه بل چارواکي بیا وویل، چې دوی د زندانیانو د خلاصون په موضوع کې بیړه نکوي او له شرط پرته د بندیانو خلاصون ته تیا رنه دي.

طالبانو د بیلابېلو  تبصرو له لارې د بندیانو د خلاصون په پروسه کې ځنډ له امریکا سره د شوې توافقنامې سرغړونه او د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ هڅه ونوموله او پر امریکا یې غږ وکړ، څو له خپل اغېز کار واخلي او د بندیانو د پروسې په بشپړولو سره بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

تازه یو شمېر دولتي سرچینو رسنیو ته ویلي، نن له زندانونو څخه سل تنه طالب بندیان خلاصېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند “سهیل شاهین” وایي، حکومت له خپل ځان څخه د ملامتي د اړولو په موخه د یو شمېر زندانیانو د خلاصون پریکړه کړې، خو دا لا څرګنده نه ده، چې خلاصېدونکي بندیان څوک دي؟

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دا ښه او په ځای پریکړه ده چی طالب هیت له کابل راغی د کابل او متحدینو یی ټول عمر تر دوکې پرته بل کار نشته د کابل خوله کږه ده په سوک سمیږی د منطق په ژبه نه پوهېږی سوک یی علاج دی او بس .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close