شعـــــرونه

عشق/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

عشق لیوني دې کړو
عشقه سپلني دې کړو

عشقه لولپه دې کړو
عشقه ټول لوګي دې کړو

عشقه ته جانان شولې
عشقه ته مو ځان شولې

عشقه لتا ځار شولو
عشقه فدایي دې کړو

عشقه څومره ښکلی یې
عشقه زړه منلی یې

عشقه موږ مین په تا
عشقه ملنګي دې کړو

عشقه راز و نیاز مو یې
عشقه د ژوند راز مو یې

عشقه تر جنت مو وړې
عشقه ابدي دې کړو

عشقه ته ښکلا ښکلا
عشقه ته ځلا ځلا

عشقه نوبهار دې کړو
عشقه پسرلي دې کړو

عشقه محبت یې ته
عشقه شهادت یې ته

عشقه پاکه مینه یې
عشقه جنتي دې کړو

عشقه یم  تپـاند زُهاد
عشقه کړه مې ژوند را ښاد

عشقه زه مرید دې یم
عشقه مریدي دې کړو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x