دیني، سیرت او تاریخ

له الله جل جلاله څخه وېره

فضل الرحیم بلال

خشیة(وېره) هغه صفت دی که انسان ېې په ځان کې پیدا کړي د ډېرو نیکمرغیو سبب کېدای شي او د ډېرو بدمرغیو د خلاصون ذریعه ده، وېره تل انسان دې ته اړ باسي چې له ګناهونو لري واوسي او د الله جل جلاله په عبادت کې ژوند بوخت کړي.

خشية په انسان کې هله پیدا کېدای شي چې له زړه نه غیرالله لرې کړل شي، د زړه دروازه یواځې د الله جل جلاله د لویي پر لوري پرانیستل شي او بل دا چې انسان د خپلو کړنو په وجه ژوند ته له سره کتنه وکړي. د خپل حساب کتاب او قبر په اړه فکر وکړي، د هغه سختې ورځي حالات راپر زړه کړي چې له دهشت نه به ېې غرونه د رنګارنګ ډانډس شوېو وړېو غوندې شي.

د دې صفت له کبله الله جل جلاله څو ځلې په خپل سپېڅلي کلام کې د هغو کسانو د غوراوي یادونه کوي کوم چې له دې لوی صفت نه برخمن دي.
[سُوۡرَةُ المؤمنون : 2] الَّذِينَ هُمْ فِى صَلَاتِهِمْ خٰشِعُونَ
ژباړه: هغه (کسان) چي په خپل لمونځونو کښي عاجزي غوره كوي. الله رب العزت بل ځای هم د عالمانو د غوراوي په هکله د هغوی د خشیة یادونه کوي.
[سُوۡرَةُ فَاطِر : 28] َ ۗ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا
ژباړه: حقيقت دا دى چې د الله د بندګانو څخه یواځې عالمان د هغه څخه وېریږي.

همداسې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لَا يَلِجُ النَّارَ رَجُلٌ بَكَى مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ حَتَّى يَعُودَ اللَّبَنُ فِي الضَّرْعِ، وَلَا يَجْتَمِعُ غُبَارٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَدُخَانُ جَهَنَّمَ “.رواه الترمذي/ ابواب الزهد.
ژباړه: حضرت ابوهریرة-رضي الله تعالي عنه- وايي: رسول الله- صلي الله علیه وسلم- وفرمایل:
هغه سړی به جهنم ته داخل نه شي چې د الله جل جلاله له ویرې ېې ژړلي وي، تر دې چې شیدې بېرته غولانځې ته نه وي راګرځېدلې، (لکه څنګه چې ددې راګرځېدل ناشوني دي، همداسې ددې کس جهنم ته ورتلل هم ناشوني دي) او نه د الله جل جلاله د لارې غبار یو ځای کېدای شي چې پربدن پرېوتی وي، له اوره د جهنم سره.

اوس ددې صفت لنډ ارزونه د سلف صالحینو په عمل کې کوو.

زراة بن اوفي رحمه الله ډېر متقي او عابد انسان و، هغه له اوساطو تابعینو څخه و، بهزبن حکیم رحمه الله د زرارة بن اوفي رحمه الله د تقوا او خشیة حال بیانوي: هغه وايي زرارة بن اوفی رحمه الله د بني قشیر قوم امامة کاوه، هغه يوه ورځ د سهار په لمانځه کې دا ایتونه ولوستل:
فَإِذَا نُقِرَ فِى النَّاقُورِ
فذلك يومئذ يوم عسير.
كله چې په شپېلۍ کې پوكی ووهل شي؛ هغه ورځ به ډېره سخته ورځ وي.
[سورة المدثر:9/8] هغه د ډیرې ویرې له کبله پرځمکه ولوید او مړ شو. رواه الترمذي.

د سلف صالحینو نه د الله جل جلاله د خشية په هکله همداسې نورې پېښې هم شوي لکه څنګه چې یوه شپه
حضرت خلید رحمه الله د شپې په لمانځه کې دا ایة ولوست: کل نفس ذائقة الموت.
ژباړه: هرنفس څکونكی د مرګ دی.

دا ېې څو ځلي وویل، د کور له یو کونج نه پرې غږ وشو دا دې څومره بار بار وویل! یقین وکړه چې ددې په لوستلو سره دې څلور پیریان مړه کړل، هغه له دې وروسته ډېر غمجن شو د ډېر غم له کبله ېې په څېره کې بدلون پیداشو دومره بدلون چې خپلو کورني غړو ته ناشنا ښکاره شو.

همداسې یو چا له بل قاري نه دا ایة واورېدو:
[سُوۡرَةُ یُونس : 30] وَرُدُّوٓا إِلَى اللَّهِ مَوْلٰىهُمُ الْحَقِّ.

ژباړه: ټول به د خپل حقيقي څښتن الله خوا ته ور وګرځول شي، د دې ایة په اورېدو سره ېې لویه چغه ترخوله شوه په اضطرابي حالت کې راغی او مړشو.

حضرت فضیل بن عیاض رحمه الله نه چاپوښتنه وکړه چې د ځوی د مرګ دې څه وجه وه چې مړشو؟ هغه ورته وویل د شپې ېې په محراب کې قران لوستی سهار مو چې ولید مړ و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x