نظــر

د اعتماد بحران

ف، فایض

د اعتماد بحران زموږ په هېواد کې یوه اوږده تاریخچه لري. ډېر لرې به نه ځو د ظاهر شاه او داوود خان تر منځ د اعتماد له بحرانه به یې را پیل کړو. که څه هم چې داوود خان د ۱۳۴۲ کال په کب میاشت کې په ښکاره په خپله خوښه د عظمی صدارت له کرسۍ نه استعفا وکړه؛ خو د دې استعفا تر شا د اعتماد یوه ژور بحران لاس درلود. دغه بحران ته ارواښاد سید قاسم رشتیا پخپلو سیاسي خاطراتو کې (خاطرات سیاسي سید قاسم رشتیا) ډېرې واضحې اشارې کړې دي. همدا بې اعتمادي وه چې د ۱۳۴۳ کال په اساسي قانون کې واک ته د داوود خان د بېرته را ګرځېدو مخه ونیول شوه؛ خو دا قید د داوود خان په خاطر د سلطنتي کورنۍ پر ټولو غړو ولګېد چې نه صدراعظم کیدای شي او نه وزیر کېدای شي.

کله چې داوود خان وغوښتل ځان له سلطنتي کورنۍ نه مجزا اعلان کړي، دا خبره هم ورسره و نه منل شوه. رشتیا په خپلو خاطراتو کې کاږي چې د داوود خان د څارنې دنده، ده پر غاړه واخسته او یو کس یې د دې کار له پاره وګوماره چې وګوري له داوود خان سره څوک تګ را تګ کوي. هغه څه چې پاچا د داوود خان پر وړاندې وکړل، داوود خان سر تر پایه په عقدو بدل کړ او کله چې د کا جي بي او جي آر یو (K.G.B-G.R.U) یو شمېر جاسوسان د مسکو په اشاره د هغه پر خوا وشا را ټول شول، چې د یوې کودتا مشري پر غاړه واخلي، داوود خان دا خبره په ډېره اسانۍ سره ومنله.

داوود خان که څه هم نه کمونست و او نه د خلق دموکراتیک ګوند رسمي غړی؛ خو له پرچمیانو سره یې یو څه خواخوږي درلوده او د خپل صدارت له وخته یې له روسانو سره هم ښه روابط درلودل. زما باور دا دی چې که د روسانو فشار نه وای ښايي پرچم ډلې پر داوود خان د کودتا له پاره زړه نه وای ښه کړی؛ خو په ۱۳۵۶ کال په کابل کې د روسانو سفیر پوزانف د مسکو په لارښوونه پر خلق او پرچم چې له ۱۹۶۷ کال نه سره جلا شوي وو او پخپلو کې یې سره شدید اختلاف درلود، فشار راوړ او یوه ائتلاف ته یې اړ اېستل چې د ۱۳۵۷ د ثور تر کودتا دا ائتلاف یا اتحاد ډېر و نه پایید، خصوصاً چې د حفیظ ا… امین او ببرک کارمل اختلاف اوج ته ورسېد. دا وخت که څه هم نورمحمد تره کی د انقلابي شورا رییس و او د خلق شاخې مشري یې هم کوله؛ خو اصلي واک له امین سره و؛ ځکه امین په اصطلاح د انقلاب رهبري وکړه او د نور محمد تره کي او ببرک کارمل په شمول نور کمونست مشران یې له زندانه را و اېستل او د اقتدار تر کرسۍ پورې یې ورسول.

د داوود خان په جمهوریت کې چې دا جمهوریت د ده د عقدو او کمونستانو او روسانو خپلو سیاسي اهدافو ته د رسېدو د هوس نتیجه وه. پرچمیانو د داوود خان خوا وشا ډکه کړه او پر مهمو دندو وګومارل شول. همدې پرچمیانو له خپل موقعیت نه په استفادې سره هغه سیاسي شخصیتونه او حرکتونه وځپل چې مسکو ترېنه اندېښنه درلوده، د پخواني صدراعظم محمد هاشم میوندوال او اسلامي نهضت پر خلاف اقدامات یې عمده بېلګې دي. داوود خان د جهوریت په وروستیو کې پر خپلو سیاسي تېروتنو پوه شو؛ خو د تلافۍ له پاره یې نور وخت نه درلود او نتیجه یې د ۱۳۵۷ د ثور کودتا شوه.

د کمونستانو په وخت کې هم د تره کي له خوا د امین پر خلاف اقدام چې په هغه اقدام وشو کې سید داوود تړون ووژل شو او امین له بریده روغ رمټ و ووت او بیا د امین له خوا تره کی و وژل شو او امین واک ته ورسېد (۱۳۵۸ د سنبلې ۲۵) د ۱۳۵۸ د جدي پر شپږمه له روسي لښکرو سره د کارمل، نجیب، اناهیتا راتب زاد، نور احمد نور، او د تره کي د ملګرو سید محمد ګلابزوی، شیر جان مزدوریار او اسلم وطنجار را تګ او د کا جي بي د یوې مخصوصې قطعې په وسیله د تاجبیک ماڼۍ محاصره او بیا د امین وژل کېدل هم د اعتماد د هغه بحران نتیجه وه چې را منځته شوی و.

پرچمیان هم له دې بحرانه خوندي پاتې نه شول. روسانو بالاخره کارمل له واکه لرې کړ او پر ځای یې خپل یو بل ځری نجیب واک ته ورساوه په دې توګه په پرچم کې دوه فرکسیونونه را منځته شول چې یو د کارمل او بل د نجیب. د دوی د اختلاف تر څنګ یو بل اختلاف هم سر را پورته کړ او هغه د نجیب او د دفاع وزیر جنرال شهنواز تڼي تر منځ د بې اعتمادۍ را منځته کېدل و چې نتیجه یې د ۱۳۶۸ کال د کب د شپاړسمې کودتا وه. که څه هم دا کودتا د جنرال تڼي په کودتا مشهوره شوه او مشهور شاعر حبیب الرحمان جرار یې په باب په خپل یوه شعر کې ویلي وو:

ستا تنسته وه د اطلس په کې خمتا وخته
تڼـــیه ځکه دې ناکامــــــه کــــودتا وخته

خو وروسته دا معلومه شوه چې که څه هم تڼي د کودتا نیت درلود او نجیب ډېرې هڅې وکړې چې هه قانع او پخلا کړي؛ خو نتیجه یې ور نه کړه؛ نو پر دغه ورځ نجیب پر تڼي د کودتا اقدام وکړ. تڼی د خپل یو درجن جنرالانو سره پاکستان ته وتښتېد او د هغه څو تنه ملګري جنرالان د نجیب د پلویانو له خوا و هم وژل شول چې یو مهم کس په کې آصف شور و؛ خو بالاخره نجیب هم، سقوط وکړ او هم و وژل شو.

کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل د هغوی تر منځ هم د اعتماد بحران بالاخره هغوی د سقوط پر درشل ودرول او د طالبانو واکمنېدو ته یې لاره اواره کړه. که څه هم چې له بهره خو یې چندان پته نه شوای لګول کېدای؛ خو د طالبانو تر منځ هم یو څه بې اعتمادي را منځته شوې وه، خصوصاً چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې تر پېښو وروسته کوم حالات را منځته شول او خصوصاً د اسامه پر سر د دوی تر منځ د نظر اختلافات موجود وو؛ خو دا چې حالاتو ډېر ژر پېر وخوړ؛ نو د دې اختلافاتو علني کېدو ته هم ډېر وخت پیدا نه شو.

له ۲۰۰۱ نه وروسته چې د بن د کنفرانس د پرېکړو په نتیجه کې د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ کومه موقته اداره جوړه شوه، بیا تر انتخاباتي مرحلې پورې هم د مختلفو عواملو په وجه د ځینو خود غرضه ډلو تر منځ اختلافات موجود ول؛ خو ښاغلي کرزي بیا هم دا مرحله ښه او په کامیابۍ سره مدیریت کړه. کله چې وار د غني او عبدا… راغی، بحران یوه بله بڼه غوره کړه او د اعتماد بحران په یوه بله بڼه را منځته شو. دې اختلاف او د اعتماد بحران د ۲۰۱۴ کال د ملي وحدت حکومت را منځته کړ، دا پنځه کلن حکومت ډېر ناکام و؛ ځکه د دې مجال نه و چې که کوم لوري څه اراده هم لرله چې هغه د هېواد په ګټه عملي کړای شي. غني په داخل کې عمدتاً دوه ستونزې درلودې؛ یو له ډاکتر عبدا… سره اختلاف او بل د ده پر خوا وشا د یوه داسې ټیم را ټولېدل چې ښایي دی یې اوس هم په خپله ګټه وبولي؛ خو هغه ټیم په حقیقت کې په خپله ګټه په حکومت کې د ننه پانګونه کړې ده او خپل ملګري یې هم په حساسو پستونو کې ځای پر ځای کړي یعنې غني په حقیقت کې یواځې دی.

د (۲۰۱۹) عجولانه انتخاباتو او نتایجو یې چې دعبدا… او غني تر منځ کوم اختلاف را منځته کړ، که څه هم چې دا هم د اعتماد د بحران زېږنده ده؛ خو زما له انده دا نورې ژورې رېښې هم لري چې باید پرې مستقله لیکنه وشي. دا اوس چې د غني او عبدا… تر منځ کوم پلاوي ګرځي او تر اوسه یې لا یوه روښانه نتیجه نه ده ترلاسه کړې، علت یې دا دی چې د اعتماد بحران موجود دی، غني له عبدا… نه اندېښنه لري او عبدا… له غني نه.

افغانستان اوس دې ته اړتیا لري چې د اعتمادونو دا بحران پای ته ورسېږي، ځکه دا یواځې غني او عبدا… هم نه دي چې یو پر بل باور نه لري؛ بلکه ډېر نور قوتونه هم شته، چې په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان یو قوي مرکزي حکومت نه لري روان بحران چې د بې اعتمادۍ زېږنده ده، نالیدلی نه شي ګڼل کېدای. همدا رنګه د طالبانو او حکومت تر منځ هم د اعتماد یو ژور بحران موجود دی چې افغانستان ته په ډېره بیه تمامېدای شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close