روغتیا

په مصر کې نوی زيږيدلی ماشوم د کرونا له کبله مړ شوی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹): د مصر د عامې روغتيا وزارت څخه په تازه راپورونو کې ويل شوي چې ددغه هېواد په ( الجامي) روغتون کې يو نوی زیږېدلی ماشوم وروسته له هغې ومړ چې پر کرونا (COVID-19) اخته شوی و.

راپورونه د ډاکټرانو په وينا زياتوي چې په (الجامي) قرنطين روغتون کې نوموړي ماشوم ته دغه وژونکی وايرس له خپلې مور څخه انتقال شوی و.

هيره دې نه وي چې له دې وړاندې هم يو امريکايي ماشوم د (الينوس) په ښار کې د کرونا وايرس له کبله د مرګ ښکار شوی و. د یاد ولايت د روغتيا رئيس په دې اړه خبر ورکړی و چې مړ شوی ماشوم د کرونا له کبله مړشوی، هغه زياته کړې چې تر دې وړاندې هيڅ کومه مثبته پيښه په کوچني ماشومانو کې نه وه ثبت شوې.

د يادونې وړ ده چې کرونا وايروس د تير کال ۲۰۱۹ ديسمبر مياشتې له وروستۍ نيټې په ووهان ښار کې خپور شوی و چې دا مهال د نړۍ له ۲۰۰ زياتو هيوادونو خلک پرې ښکار شوي دي.

تر دا مهاله د اغيزمنو کسانو شمير نږدې يو نيم مليون ته رسېدلی، ددغې ناوړه ناروغۍ څخه د مړو شمير له ۸۲زرو پورته شوی او د روغ شوو کسانو شمير له ۳۰۰زرو څخه اوښتی دی.

طبي پوهان وايي، دا ناروغي زياتره پر هغو خلکو زيات اغيز کوي او وژني يې چې عمرونه يې زيات وي، د بدن دفاعي سيستم یې کمزوری وي، يا مزمنې ناروغيۍ لکه شکر، فشار، زړه، سرطان وغيره ولري‌.

د يادونې وړ ده، چې موده وړاندې يو ۱۰۴ کلن ايټالوي کس وروسته له هغې کرونا ته ماتې ورکړه چې پر دغې وژونکې ناروغۍ اخته شوی و، دغه راز په ايران کې هم يو ۱۰۳ کلن کرونا ته ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x